واشنګټن- د وايټ هاوس د ملي امنیت شورا ویاند د افغان طالبانو له خوا د وايس اف امريکا ريډيو د خپرونو له بندولو وروسته ویلي دا ګام د امریکا له سترو اهدافو سره په ټکر کې دی چې د مطبوعاتو ازادي هم پکې شامله ده.
ویاند جان کربي وي او ای ته وویل: "دا هغه ډله ده چې وايي دوی د امريکا په ګډون د نړۍ له هیوادونو سره مشروعیت او عادي سفارتي اړیکې غواړي. ښه، یو له هغو شیانو څخه چې مونږ یې د سوله ایزو مظاهرو سربیره دفاع کوو د مطبوعاتو ازادي ده او اطلاعاتو او خبرونو ته د خلکو ثابت او د باور وړ لاس رسی دی."
د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لارښوونو پر اساس د زيارت/پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د وي او ای او ازادي ريډيو خپرونې په ميډيم ويوز او ایف ایم څپو بندې کړل شوې خو وي او ای د افغانستان نه بهر په ميډيم ويوز څپو خپلو خپرونو ته دوام ورکوي.
د ملي امنیت شورا ویاند زیاته کړه چې "مونږ به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مطبوعاتو له ازادۍ او د خلکو له حقونو څخه دفاع کوو تر څو هغوی رسنیو او خبرونو ته لاسرسی ولري".
ښاغلي کربي وویل، طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي. خو د دوی کړنې د دوی له څرګندونو سره مخالفې دي او "مونږ وینو چې زده کړو ته یې د جينکو لاسرسی بند کړی او د ښاریانو په ځانګړې توګه د ښځو د مدني او بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو شاهدان یو".
طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو سخت بندېزونه ولګول، ښځې د یو څو دفترونو نه پرته په دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوې، منځني او عالي ښوونځي د جينکو په مخ وتړل شول او ښځو ته امر وشو چې د شرعي محرم پرته سفر ونکړي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وویل "که طالبان ځان په رسمیت پېژندل غواړي او مشروعیت ولري هغوی باید له قانوني لارو سره سم عمل وکړي".
مخکې له دې چې دغه بندیز ولګول شي، د وي او ای اشنا ريډيو د افغانستان نه د ورځې د ۱۲ ساعتونو لپاره د ۱۵ ایف ایم څپو او دوه منځنیو څپو د لارې شپږ ساعته په دري او شپږ ساعته په پښتو خپرونې کولې.
دغه رسنۍ په بېلابېلو خپرونو سره د افغان ولس غږ د هغو مسايلو په اړه نړۍ ته رسوي چې په کورنيو رسنيو کې د طالبانو له خوا پرې بندېز لګېدلی.
له دې وړاندې د امریکا غږ ټلویزیوني خپرونې د اشنا تلویزیون په نوم په طلوع، طلوع نیوز او لمر ټلویزیونونو کې خپریدلې او تر هغه وړاندې د څه باندې یوې لسیزې لپاره د افغانستان د ملي تلویزیون له لارې خپریدې، همداشان د امریکا غږ د پښتو څانګې د اتصال تلوویزیوني خپرونه چې د شمشاد محلي تلویزیون له لارې خپریدله د روان کال مارچ په ۲۷ (وري اوومه) د طالبانو له خوا بنده شوه.
د وي او ای آشنا ريډيو چې په افغانستان کې دننه څه باندې ۷.۳ میلیونه اوریدونکي لري د رامنځته شوې ستونزې څخه ژغورل شوی او اوس خپلې خپرونې له افغانستان څخه بهر افغان اوریدونکو ته په ۹۷۲ کیلو هرټز منځنۍ څپو وړاندې کوي.
د دې ترڅنګ د اشنا ريډيو خپرونې په منظم ډول د وي او ای د سيټېلايټ (یاسټ ۴۶۹ چینل) او د دې رسنۍ له ډیجیټل چینلونو، د پښتو او دري ویبپاڼو او فیسبوک پاڼو په ګډون په منظم ډول خوريږي.
همدارنګه د امریکاغږ په فعاله توګه هڅه کوي چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې خپلو اوریدونکو ته د بيلا بيلو وسیلو د لارې ورسیږي.
د وي او ای دري راډیو خپرونې د ۱۹۸۰ کال په اکتوبر کې پیل شوې او د پښتو ريډيو خپرونې د ۱۹۸۲ کال د جولای په میاشت کې د افغانستان لپاره پیل شوې.