بلخ: مزار شريف کې چاودنه شوې اووه تنه پکې وژل شوي

د افغانستان د شمالي ولايت بلخ په مرکز مزار شريف کې چاودنه شوې لږ تر لږه اووه کسان پکې وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

په بلخ کې د طالبانو د پوليسو وياند محمد اصف وزیري مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، په چاودنه کې د حيرتان د کار کوونکو بس په هدف کړی شوی دی.

هغه ويلي چاودېدونکي مواد اېښودل شوي او چاودنه ورته ورکړی شوې ده.

رویټرز د پوليسو ویاند له قوله ویلي، نن د نهې/ سه شنبې په سهار اووه بجې د تيلو کمپنۍ کار کوونکي وړونکی بس په چاودنه کې په نښه کړی شوی دی.

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه چاودنه د مزار شريف ښار د ګڼې ګونې په علاقه کې شوې ده.

ويل شوي په چاودنه کې د حيرتان د کار کوونکو بس په نخښه کړی شوی کله چې سهار په بس کې کسان کار له روان وو.

په بلخ کې دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد پرون په ټويټر ويلي، د بلخ د والي محمد داود مزمل سره يې ليدلي او هغه ورته د بلخ وضعيت د اطمينان وړ څرګند کړی وو.

په مزار شريف کې نن د شوې چاودنې زمه واري په سمدستي ډول چا نه ده منلې.

خو په وروستيو کې د افغانستان په بېلابيلو ښارونو کې د شوو چاودنو او بريدونو زمه وارۍ داعش منلي دي.

په 30 نومبر د افغانستان دسمنګان ولايت مرکز ايبک ښار په يوه مدرسه کې چاودنه شوې او لږ تر لږه 19 کسان پکې وژل شوي او 23 نور ژوبل شوي وو.

د تیرې جمعې په ورځ دويم دسمبر په کابل کې د پاکستان په شارزدی افیرز يا ناظم الامور عبید الرحمان نظاماني بريد شوی وو. داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

پرون د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د داعش یو خارجي تن یې د پاکستان په لوړ رتبه سفارتکار د ناکامه حملې په تور کې نیولی دی.

مجاهد چې د دغه تن نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړې ويلي يې وو چې هغه بهرنی دی، او "د دې برید تر شا د ځینو بهرنیو ډلو لاس دی او موخه یې دا وه چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي".

په ياد بريد کې نظاماني بچ شوی او ساتونکی يې لګېدلی او ژوبل شوی وو.