ایمل ولي ته دترهګرو لخوا دمرګ ګواښونه،ای این پي وایي ریاست یې دتحفظ ذمه وار دی

دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې ویانده ثمر هارون بلور وایي چې ددغه ګوند صوبایي مشر ایمل ولي خان ته په ټیلي فون د مرګ ګواښونه شوي اؤ ورته ویل شوي دي چې دهغه د وژلو پلان جوړ کړل شوی دی.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ دعوامي نیشنل ګوند له لوري دعوه شوې وه چې ددغه ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې عمومي سکتر سردار حسین بابک ته هم د وژلو ګواښونه شوي دي.

عوامي نیشنل ګوند وایي ددوئ مشرانو ته تحفظ ورکول دصوبایي حکومت ذمه واري ده اؤ که حکومت دا ذمه واري نه شي ترسره کولی نو بیا به دوئ دخپلو مشرانو تحفظ د وسلې په راپورته کولو مجبوره شي.

دخېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر محمدعلي سیف تېره اوونۍ سردار حسین بابک ته دمرګ دشوؤ ګواښونو په غبرګون کې ویلي وؤ "که بابک ویریږي نو دوئ‌(حکومت) به ورته برقعه ولیږي اؤ په هغې کې دې ګرځي"

داتوار په ورځ دعوامي نیشنل ګوند صوبایي ویاندې اؤ دصوبایي پارلیمان غړې ثمر هارون بلور بیلابیلو رسنیو ته پخلی کړی چې تر سردار حسین بابک وروسته دای این پي صوبایي صدر ایمل ولي خان ته هم دمرګ ګواښونه شوي دي.

په ټویټر ثمر هارون بلور لیکلي "زمونږ صوبایي صدر ایمل ولي خان ته هم ترهګرو په دمرګ ګواښونه کړي دي خو ریاست،حکومت اؤ دترهګرو خواخوږي دې پوهه شي چې ایمل ولي خان زمونږ اؤ د ولي باغ سیاسي وارت دی اؤ که هغه ته لږ شان نقصان هم ورسول شو نو بیا دې مونږ نه ګیله نه کیږي ځکه چې بیا به مونږ دیو حد لحاظ هم نه کوؤ"

تر دې وړاندې چې دعوامي نیشنل ګوند صوبایي جنرل سیکرټري سردار حسین بابک ته دترهګرو لخوا د وژنې ګواښونه شوي وؤ نو په هغې خپل عکس العمل کې دصوبایي حکومت ویاند بیرسټر محمدعلي سیف دیو پښتو ټي‌ وي چینل سره مرکه کې ویلي وؤ "ایمل ولي دومره ستر شخصیت نه دی چې څوک دې ورته د مرګ ګواښونه وکړي"

هغه ویلي وؤ که چرې ایمل ولي ته څه ګواښونه شوي وي نو هغه دې اړوند ادارو ته مراجع وکړي "اؤ که ویریږي نو بیا به ورله مونږ دیوې برقعې بندوبست وکړو په هغې کې دې ګرځي راګرځي"

خو ثمر هارون بلور وایي چې د دوي دګوند دمشرانو حفاظت دحکومت اؤ ریاست ذمه واري ده اؤ که هغوئ خپله دا ذمه واري نه قبلوي نو بیا به دوي مجبوره شي چې دخپلو مشرانو حفاظت پخپل لاس کې واخلي اؤ دې لپاره وسلې راپورته کړي.

عوامي نیشنل ګوند خیبر پښتونخوا کې دترهګرۍ دبهیر دبیا چټک کیدو پرضد په دې وروستیو کې یو شمیر غونډې،جرګې اؤ جلسې کړي دي اؤ تور لګوي چې ترهګر دپېښور د یو پخواني کور کمانډر په کومک بیرته منظم شوي اؤ دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو ته راګرځيدلي.

پوځ اؤ صوبه کې دتحریک انصاف حکومت بیا وایي چې د ولس حفاظت ته چمتو دی اؤ ترهګر به پرې نه ږدي چې د ولس سر ومال ته زیان ورسوي.

دعوامي نیشنل ګوند ګڼ شمیر فعالین اؤ مشران وخت په وخت په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي