پاکستان د چمن پولې پېښه غندلې، په افغانستان کې واکمنه طالبان پرې تراوسه غلي دي  

پاکستان د افغانستان سره په پوله د پېښې غندنه کړې چې پرون پکې شپږ پاکستانيان وژل شوي او 17 ژوبل شوي دي. خو په پوله د پېښې او نښتې په اړه تراوسه پورې په افغانستان کې واکمنو طالبانو څه نه دي ويلي.

د پاکستان د چمن او افغانستان د بولدک په پوله د ازغن تار په سر د پاکستاني‌ ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [11 دسمبر] نښته شوې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او پوځ د طالبانو د سرحدي ځواک په ډزو کې د شپږو پاکستانيانو د وژلو او 17 ژوبلېدو ویلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، "دغه ډول پېښې د دوه وروڼو هيوادونو ترمنځ د ورورولۍ اړيکې نه ساتي. افغان چارواکي خبر کړی شوي چې د دغه ډول پېښو تکرارېدل ونه شي او د زمه وارو پرضد دې کلک ګامونه پورته کړی شي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو تراوسه پورې د پرونو پېښو په اړه په رسمي ډول کوم بيان نه دی جاري کړی.

خو د وي او اې د خبر ترمخه په کندهار کې د طالبانو د ګورنر وياند مولوي عطاالله زېد ويلي، په پوله په ډزو کې د طالبانو يو ساتونکی وژل شوی او لس تنه نور ژوبل شوي دي.

د ځايي خلکو په وينا د اتوار په ورځ په پوله دغه شخړه هغه وخت جوړه شوه چې پاکستاني ځواکونو د سيمو ازغن تار بيا رغولو طالبانو پرې اعتراض کړی خبرې ناکامه شوي او بيا نښته شوې ده.

د نومبر په میاشت کې د افغانستان سره د چمن په پوله د يو پاکستاني امنيتي عسکر د وژنې د پېښې وروسته دروازه د يوې اوونۍ پورې تړل شوې، چې له امله يې په پوله ګڼ شمېر کې خلک د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې شوي او د سوداګرو په وينا دوی ته د کروړونو روپو تاوان اوښتی وو.

له دغې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او تګ راتګ دپاره د خېبرپښتونخوا د کورمې ضلعې او پکتيا ولايت ترمنځ په پوله د ځمکې په سر د شخړې د يوې پېښې وروسته د تجارت او تګ راتګ دپاره د خرلاچي پولې لاره هم تر لسو ورځو دپاره تړل شوې وه.

د نومبر په وروستيو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت او تعلیم په شمول په یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.