د تعلیم نړيوالې مبارزې نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ د پاکستان د پنجاب صوبې د وزيراعلا سره ليدلي او په صوبه کې د جينکو د تعليم د ودې په موضوع یې ورسره خبرې کړي دي.
د يادې ليدنې په اړه د پنجاب د وزيراعلا پروېز الهي دفتر ويلي،
"په ليدنه کې د ملاله فنډ پاکستان د هلوځلو، د راتلونکې تګلارې او منصوبو په اړه بحث شوی دی".
ویل شوي "په صوبه کې د تعليم د ودې او په ځانګړي ډول د جينکو د تعليم او STEAM په پروګرام هم خبرې شوي" او ملاله يوسفزۍ د تعلیم په برخه کې د اصلاحاتو په پروګرام د پنجاب د وزيراعلا ستاينه کړې ده.
نوبل انعام یافتہ ملالہ یوسف زئی کی وزیراعلیٰ آفس آمدوزیراعلیٰ پنجاب چودھری پرویز الٰہی اور سابق وفاقی وزیر مونس الٰہی سے نوبل انعام یافتہ ملالہ یوسف زئی کی ملاقات ملالہ فنڈ پاکستان کی سرگرمیوں، مستقبل کی حکمت عملی اور منصوبوں کے حوالے سے تبادلہ خیال pic.twitter.com/3bcQWXZHDA
— CM Punjab Updates (@CMPunjabPK) December 14, 2022
ملاله فنډ په خپله د دغه ليدنې په اړوند څه نه دي ويلي.
ډان ورځپاڼې ويلي، ملاله د شورو/ چهارشنبې په ورځ په لاهور کې د جينکو سکول ته ورغلې، ملاله فنډ او پاکستان کې د دغه پروګرام نېټ ورک دغلته "په پاکستان کې د جينکو د تعليم او تګلارې" په موضوع جوړه غونډه کې ګډون کړی په ياده غونډه کې د پارلیمان غړو، حکومتي استازو او د غېر دولتي ادارو غړو هم برخه اخستې.
ویل شوي ملاله يوسفزۍ د پنجاب وزیراعلا سره په سکولونو کې د استازانو د کمي، په سکولونو او مدرسو کې ماشومانو ته د سزاګانو د قانون، 165 ملينه روپو جاري کولو او جنوبي پنجاب کې د هايي سکولونو د کمي په موضوعاتو خبرې کړي دي.
ويل شوي وروسته پروېز الهي په صوبه کې د ساينس، ټيکنالوجي، اينجينيرنګ او رياضۍ [حساب] د 10000 استازانو د ګمارلو حکم کړی او د جسماني سزاګانو په ضد يې د قانون جوړولو ويلي دي.
د راپورونو ترمخه ملاله يوسفزۍ په 13 دسمبر لاهور ته د څلور ورځو په دوره ورغلې ده.
ملاله يوسفزۍ او پلار يې ضياالدين يوسفزی د اکتوبر په میاشت کې د سيند صوبې سفر کړی او د سېلاب ځپلو سره ليدو له ورغلې وو.
هغه وخت ويل شوي وو"ملاله فنډ د لومړو بېړنيو مرستو نه علاوه په پاکستان کې د سېلاب ځپلو د مرستو تنظمیونو ته د اووه لکه ډالرو چې 154 ملينه پاکستانۍ روپۍ ترې جوړيږي ورکولو ژمنه کړې وه".
ملالې او ضیا الدين يوسفزي هغه وخت په پاکستاني مشرانو غږ کړی وو چې د سېلابونو نه اغېزمنو ماشومانو سکولونو ته بيرته بحالۍ دپاره اسانتياوې برابرې کړي.
ضیا الدين يوسفزي ويلي وو، "په پاکستان کې سکول ته د نه تلونکو ماشومانو شرح په ګرده نړۍ کې په دوېم نمبر ده چرته چې 22 ملينه ماشومان د تعليم په حاصلولو کې د خنډانو سره مخ دي".
هغه ویلي وو، "که د سېلابونو د تباهۍ په فوري توګه مخه ونه نيول شوه نو د نورو 12 ملينه ماشومانو تعليم د خطرې سره مخ کېدی شي"
ملاله يوسفزۍ له دغې وړاندې د 2018 د مارچ په مياشت کې پاکستان کې تللې وه. دغه د هغې د کال 2012 وروسته د پاکستان لومړی سفر وو.
د کال 2012 په نهم اکتوبر په ملاله يوسفزۍ په سوات کې هغه وخت طالبانو بريد کړی وو چې کله هغه د نورو جينکو سره په ګاډي کې د سکول نه کور ته روانه وه.
د ژوبلېدو وروسته د هغې لومړۍ درملنه په پاکستان کې شوې او بيا برتانیې ته منتقل کړی شوې وه. د ملالې د پنجاب سفر د کال 2012 وروسته د پاکستان درېم سفر دی.