د کوټې د جان محمد بل ماشوم زېږدلی، د اولاد شمېر يې 60 ته رسېدلی

د کوټې جان محمد

د بلوچستان صوبې د سر ښار کوټې د مشرقي بايي پاس سيمي اوسېدونکي جان محمد په کور کې دوې ورځې وړاندې نارينه ماشوم له پېدا کېدو سره يې د اولاد شمېر پوره 60 ته رسېدلی دی.

د وي او اې ډيوه سره په خبرو کې جان محمد وويل،

"دوې ورځې وړاندې بل ماشوم پېدا شو، نوم مې حاجي خوشحال ورباندې ايښی، مور او ماشوم دواړه صحت مند دي، موږ ډېر ورته خوشحاله يو، خوشحاله په دې هم يو چې څو وخت وړاندې زه(جان محمد) د ماشوم مور او ماشوم له عمرې راغلي يو او بيا دی پېدا شو، ما يې له نوم سره حاجي خوشحال ځکه لګولی دی ولې چې هغه خو هم عمره راسره کړې ده".

جان محمد وايي 50 کلن دی، درې ودونه لري او د څلورم د موندنې په لټه کې دی، وايي،

" دوه درې ځايه مې رشته لېږلې ده تاسو دعا کوئ چې وشي".

د جان محمد په خبره د څلورم واده موخه يې هم دا ده چې د اولاد شمېر 100 ته ورسوي. په خبره يې د هغه نورو درو سره مېرمنو صحت برابر دی.

د مېرمنو د صحت په اړه يې وويل، "د هغوی صحتونه بېخي زيات برابر دي، ولې چې زه يې نازوم او ډېر زيات خيال يې ساتم ، زه هر چاته وايم چې د خپلو اولادونو د مېندو زيات خيال ساتی، نازوئ يې".

جان محمد د کوټې په مشري بايي پاس سيمه کې د غاښونو ډاکټري کوي، له 60 تنه اولادونو څخه يې پينځه اولادونه مړه دي او 55 ژوندي، وايي ټول ښه صحت مند دي.

د جان محمد مشره لور شګفته بي بي نومېږي چې عمر يې 23 کاله دی، او اخيرنۍ اولاد يې حاجي خوشحال خان دی چې عمر يې 2 ورځې دی.

وايي، "زما د نارينه اولاد شمېر شاه وخوا 24 دی او نورې ټولې نجونې دي".

جان محمد که يوه لوري ته د اولاد په ډېرېدو خوشحاله دی خو بل لوري ته يې په ساتنه، تعليم او تربيت خفه هم دی، وايي ګراني زياته شوې او نشي کولای چې په يوه سر د بچانو کفالت وکړي.

"اوس ګراني زياته شوې ده، د کور د مياشتې خرچه څلور څلورنيمه لکه روپۍ راځي، زه نه شم کولای چې د دوی د تعليم،تربيت او ساتنې خرچې پوره کړم، زما دوه درې اولادونه په پوهنتون کې سبق وايي، هغه نور هم ټول تعليمونه کوي، نو په دې وخت کې زه دا ټولې خرچې نه شم کولای، زما يو مېډيکل سټور دی، په هغه دا ټولې خرچې نه شم پوره کولای".

د ډاکټر جان محمد په ېير د زياتو بچيانو پلار يو بل تن د بلوچستان د ضلع نوشکي اوسېدونکی عبد المجيد مېنګل و چي 54 بچيان يې لرل، هغه په کال 2022 کې څو مياشتې وړاندې مړ شوی وو.

پاکستان يو له هغو ملکونو څخه دی چې په کم وخت کې یې ابادي په تېزۍ سره زیاتېږي، دا وخت پاکستان په نړۍ کې شپږم زيات ابادي لرونکی ملک دی.