د پاکستان د پنجاب صوبې په خانيوال سيمه کې د سي ټي ډي پولیس دوه چارواکي په ډزو وژل شوي دي. پولیس چارواکو دغه پېښې ته ترهګري ويلې او د کورنيو چارو وزیر پرې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ځايي ميډيا ترمخه ياده پېښه پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ په خانېوال سيمه کې هغه وخت شوې چې د سي ټي ډي چارواکو په يو رېسټورانټ چای، ډوډۍ کول او چې څنګه روان شو، نامعلومه کسانو پرې ډزې کړي او وژلي يې دي.
د جنوبي پنجاب د پوليسو مشر اډيشنل ايي جي صاحبزاده شهزاد سلطان ويلي، بريد کوونکي په موټر سايکل راغلي، دا د ترهګرۍ پېښه ده، د سي ټي ډي يو ډپټي ډايريکټر نويد صادق او انسپکټر ناصر وژل شوي دي.
سي ټي ډي د ترهګرۍ ضد پولیس څانګه ده او ځانګړي عمليات کوي. د پرونۍ پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.
د پنجاب وزيراعلا پروېز الهي په پېښه کې د سي ټي ډي افسرانو په وژنه افسوس څرګند کړې او په پېښه کې د ککړو کسانو نيولو او قانون منګولو ته راوستو حکم يې کړی دی.
فائرنگ کے ذمہ دار عناصر کو جلد قانون کی گرفت میں لایاجائے۔ وزیراعلیٰ کی ہدایتتمام ضروری وسائل بروئے کار لاتے ہوئے ملزمان کو قانون کے کٹہرے میں لایا جائے گا۔فائرنگ کے و اقعہ میں ملوث ملزمان کو کیفر کردار تک پہنچایا جائے گا۔
— CM Punjab Updates (@CMPunjabPK) January 3, 2023
او د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله پېښې افسوسناکه ويلي او پنجاب کې د امنيت په صورتحال يې اندېښنه څرګنده کړې ده.
خانیوال میں CTD افسران پرفائرنگ کا واقعہ افسوسناک ہے۔ IG اور CS سے افسران کی ہلاکت کی رپورٹ طلب کی ہے۔ پنجاب میں امن امان کی صورتحال باعث تشویش ہے۔ حکومت ایسے واقعات کے روک تھام کیلئے فوری پیش بندی کرے۔ دعا ہے اللّٰہ تعالیٰ CTD افسران کے درجات بلند کرے؛ ورثاء کو صبر جمیل عطا کرے۔
— Rana SanaUllah Khan (@RanaSanaullahPK) January 3, 2023
په 18 دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو.
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې يې ګرفتار کړي وو.
پوځي وياند ویلي وو، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر هم وژل شوي وو.
تحريک طالبان پاکستان په 19 دسمبر د ګل په ورځ ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې وه چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې وو.
په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف بيا په ټويټر ویلي، پرون د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهې دي.
هغه ويلي، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته ته اسانتياوې ورکوي".