ار ایس ایف:پاکستان دې د ارشد شریف قاتلانو معلومولو لپاره ټول ممکنه ګامونه واخلي

د خبريالانو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز د پاکستان په حکومت ټينګار کړی چې تېر کال اکتوبر میاشت کې په کېنيا کې د وژل شوي پاکستاني خبريال ارشد شریف د قاتلانو د درک لګولو دپاره څومره چې کیدای شي ګامونه پورته کړي.

د بې پولې خبریالانو د نړیوال تنظیم په بیان کې ویلي شوي د ارشد شریف د قتل په اړه نور ډېر څه مخې ته راتلل پاتې دي.

تنظیم د هغو تحقيقاتو هم د جاج اخستو سپارښتنه کړې چې د نوموړي له پاکستانه د وتلو وړاندې روان وو.

په پاکستان کې د صحافيانو تر ټولو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس هم د وژل شوي خبریال ارشد شریف د قتل په پلټنو کې تر دې مهاله د حکومت په ناکامۍ اندېښنې ښودلي او وېلي یې دي باید چې د حکومت دپلټنو کمېشن په دې لړ کې زر تر زره د کينيا سفر وکړي او د ملګرو ملتونو څخه دې هم مرسته وغواړي.

پاکستانی خبريال ارشد شریف تېر کال 2022 کې د کېنيا په سرښار نېروبي کې پع داسې حال کې وژل شوی و چې د رسنیو د رپورټونو له مخې په پاکستان کې یې ژوند ته د پېښ خطر له کبله هلته تللی و.

د صحافيانو نړیوال تنظیم ار ایس ایف پاکستان د صحافيانو لپاره د نړۍ پينځم خطرناک هېواد ګرځولی او په دې وروستیو کې د پاکستان سینیټ په وړاندې کړل شؤو شمېرو کې ويلي شوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستان دننه 42 صحافيان وژل شوي خو په دې کې يوازې د يو خبريال قاتل نيول شوی دی.

د پاکستان مرکزي حکومت د ار ایس ایف په دې تازه غوښتنه لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تنظیم د وژل شوي خبريال ارشد شریف د قتل په پلټنو کې د کمي او د نوموړي د وژنې سره تړلو معاملو ته د پام نه ګرځولو په سر د پاکستان د حکومت او د اړونده انکوايري کمېشن په کردار هم ټکونه کړي او د یاد تنظیم د اېشيا پسفک څانګې مشر ډېنيل باسټرډ ویلي چي دې مقدمې دپاکستان د پلټنو او سولين ادارو شهرت هم په داو لګولی دی.

ار ایس ایف د ازادو پلټنو د باوري جوړولو لپاره د ارشد شریف د وژنې په پلټنو بوخت سرکاري کمېشن ته ځنې سپارښتنې هم کړي دي.

دې سپارښتنو کې د ارشد شریف د وژنې هغو ممکنه محرکاتو ته دپام ګرځولو یادونه شوې چې د ار ایس ایف د وینا له مخې له پامه غورځول شوي دي.

د بې پولې خبریالانو تنظیم ددې تر څنګ د ارشد شریف په کوربه توب د نشر شوو ټي وي پرګرامونه او په ځانګړي ډول د هغه پروګرام د څېړلو وړانديز کړی کوم چې تېر کال د مئ په 31 مه نېټه ای ار وای نيوز باندې خپور شوی و او وايي له دغه پروګرام وروسته وژل شوي خبريال ته د وژنې دړکې شوې وې.

صحافي ارشد شریف په 2022 کال کې د کېنيا په سرښار نېروبي کې د ځاي پولیسو په ډزو کې په مرموز ډول وژل شوی و او د کېنيا پولیسو وېلي وو چې ارشد شریف د اکتوبر په 23مه له هغې وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شو چې ډراېور یې په امنتیي پوسته موټر ونه درولو.

له دې پېښې وروسته د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د نوموړي د وژنې د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان کړی و.

د پاکستان په کچه د صحافيانو دتر ټولو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس صدر افضل بټ ډيوه سره خبرو کې د وژل شوي صحافي ارشد شریف د قتل په پلټنو کې د حکومت په ناکامۍ اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه يې کړې د پلټنو عمل دې تېز کړی شي .

ښاغلی بټ وايي باید چې د پلټنو کمېشن زر تر زره کېنيا ته لاړ شي او که اړتیا وي نو د ملګرو ملتونو څخه دې هم مرسته وغوښتل شي.

د صحافيانو د تحفظ نړیوالو او ملکي تنظيمونو د پاکستان په حکومت د ارشد شریف د قتل د پلټنو په داسې حال کې ټينګار کړی چې په دې وروستو کې د پاکستان دحکومت لخوا سینیټ کې جمع کړل شوو شمېرو کې ویل شوي چي په هېواد کې تېرو څلورو کالو کې 42 خبريالان وژل شوي دي.

د پاکستان د پارلیماني چارو مرکزي وزیر ویلي چي ددغه وژل شويو 42 صحافيانو د وژنو په دوسيسو کې يوازې يو تورن تن نيول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ د 2023 کال په خپل رپورټ کې ويلي چې د تېر کال په اوږدو کې د پاکستان دننه حکومت د رسنیو کنټرول ته دوام ورکړی، خبريالان ځورول شوي او ځينې وخت صحافيان او د مدني ټولنې غړي نيول شوي او يا پرې برېدونه شوي دي.

له دې مخکې کال 2022 کې د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم ار اېس اېف په خپل جارى کړي رپورټ کې په تېرو 20 کلونو کې د صحافيانو لپاره په هغو خطرناکو هېوادونو کې پاکستان په پينځم او افغانستان په شپږم نمبر ېاد کړی چرته چې زيات خبريالان وژل شوي دي.