دخالي په شپه دايران په خوي سيمه کې د5٫9 شدت یوه زورداره زلزله راغلې چې دمیډیا رپورټونو له مخې تر800 زیات کسان پکې ژوبل شوي اؤ درې نور مړه شوي دي.
دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد او راولپيندۍ ښارونو کې هم دزلزلې جړقونه محسوس شوي دي خو دکوم ځاني زیان اطلاع پکې مخې ته نه ده راغلې.
دنړيوالې ميډيا راپورونه وايي په ایران کې د راغلې زلزلې له امله دخوي سیمې سره خواوشا په لسګونو کليو کې د استوګنې ودانيو ته زيان رسيدلى دى.
راپورونه وايي ودانيو ت دزيان اوښتو وروسته کليو ته دبجلۍ په ورکړه کې هم ستونزې رامنځته شوي دي.
Three people were killed and at least 816 others were injured in a magnitude 5.9 earthquake in the city of Khoy in northwestern Iran. #Khoy #Iran #earthquake pic.twitter.com/VAktlB3wgI
— World Times (@WorldTimesWT) January 29, 2023
دامريکايي خبري ادارې سي اين اين دراپور له مخې دخالي په شپه په ايران کې د5٫9 شدت دې زلزله کې درې کسان مړه شوي او له 800و زيات نور ژوبل شوي دي.
دايران سرکاري خبري ادارې ارنا ويلي زلزلې خويي ښار،لويديځ ارزبايجان ولايت په شپاړس منټه کم لس بجې جړقولي دي.
دمهر په نوم خبري ادارې دراپور له مخې په زلزله کې 70و کليو ته زيان رسيدلى دى.
دامريکايي جيالوجيکل سروى له مخې دزلزلې شدت 5٫9و.
دمیډیا رپورټونو کې د ایراني چارواکو له خولې ویل شوي چې زلزله ځپلو سیمو کې دمرستې فعالیتونه پیل کړل شوي دي اؤ ژوبل کسان هسپتالونو ته رسول شوي دي.