د پاکستان پلازمينې اسلام اباد تر ټول غټ اېف ناين پارک کې د وسلې په زور جينۍ تښتول شوې او په مبينه توګه جنسي تېری ورسره شوی دی، پوليس وايي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.
د پېښې د مقدمې ترمخه جينۍ د خپل ملګري سره اېف ناين پارک ته تللې وه او هلته پرې دوه وسله په لاس کسان راغلي په پارک کې دننه یې تښتولې او تشدد يې پرې کړی دی.
جينۍ ويلي، وسله والو هغه د ځنګل لور ته تښتولې، او ډله ييز جنسي تېری يې ورسره کړی دی.
هغې زياته کړې دوه کسان چې تماچې ورسره وې، د هغې په ملګري یې تشدد کړی او هغه یې بيا تښتولې ده، تشدد یې پرې کړی او جنسي تېری یې ورسره کړی دی.
يادې پېښې ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ویل شوی دی.
مرکزي وزیر احسن اقبال ویلي دا شرمناکه پېښه ده. د اسلام پوليس مشر چرته دی په پېښه کې ککړ کسان دې معلوم کړي او د عبرت نخښه دې جوړ کړي.
پوليسو ویلي، د پوليس مشر په لار ښوونه سي پي او اپرېشن په خپله د پېښې د پلټنو څارنه کوي، تورن کسان به زر ونيول شي.
انسپکٹر جنرل آف پولیس اسلام آباد کی ہدایات پر سی پی او آپریشنز تمام کارروائی کی خود نگرانی کر رہے ہیں ۔ملزمان کی جلد از جلد گرفتاری کے لیے تمام ذرائع بروئے کار لائے جا رہے ہیں۔ https://t.co/k35GUEIisv
— Islamabad Police (@ICT_Police) February 5, 2023
خبريالې سحر بلوچ په ټويټر ویلي، اېف ناين پارک د ټولو دپاره خوندي نه دی.
F9 park is not a safe place at all. Really sorry to know about what happened https://t.co/g6dCPd5mfy
— Sahar Baloch (@Saherb1) February 5, 2023
د مهوس فخر په نوم ټویټر څخه ويل شوي، "که مونږ ښځې په پلازمينه کې محفوظ نه يو نو تاسو هم وويريږئ". هغه د وزیراعظم شهباز شريف نه غوښتي چې "زه په دغه پېښه سخته په قهر يم، سياست يو اړخ ته کېده او دا پېښه سنجيده واخله".
پلوشه عباس په ټویټر ويلي، "چې پلازمينه اسلام اباد کې په اېف ناين پارک کې ښځې خوندي نه دي د ملک د نورو برخو به څه حال وي".
#F9Park Women are not safe even in capital of country imagine situation in other parts #EndViolenceAgainstWomen pic.twitter.com/wtFIbBJzGE
— Palwasha Abbas (@Palwasha_Abbas) February 5, 2023
عورت مارچ د يادې پېښې پرضد احتجاجي مظاهره اعلان کړې ده.
Aurat March Islamabad endorses the call for protest by @wdf_pk and will join the protest with all our strength. We stand together in solidarity against Patriarchal violence! #F9Park https://t.co/MxvM6r0jMa
— Aurat March Islamabad (@Aurat_marchisb) February 5, 2023
تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان د بشري حقونو وزارت قامي اسمبلۍ ته ویلي وو په تېرو درېو کلونو کې په ملک کې په ښځو د تشدد 63367 پېښې رجسټرډ شوې وې.
او ډان ورځپاڼې په يو رپورټ کې د نېشنل پوليس بېورو ترمخه ویلي وو چې په تېرو درېو کلونو کې په ملک کې د ډله يیز جنسي 11160 پېښې رجسټرډ شوې وې.