آر اېس اېف: پاکستان کې په پوځ تنقید ته د جرم بڼه ورکول به د صحافت آزادۍ ته ستر ګواښ راولاړ کړي

د بې پولې خبریالانو نړیوال تنظیم (آر اېس اېف) پاکستان کې په پوځ د نیوکو عمل ته د جرم د بڼې ورکولو لپاره په مجوزه قانون سختې اندېښنې ښکاره کړي او دا مخې ته راوړل کیدونکی قانون یې د صحافت ازادۍ ته یو ستر ګواښ بللی دی.

آر اېس اېف وایي د نوي وړاندیز کړل شوي قانون الفاظ بې کچه ګنجلک یا مبهم دي او د دې د تباهۍ ډکې اغېزې سږکال په کیدونکو عامو انتخاباتو کیدای شي.

د خبریالانو نړیوال تنظیم د وزیراعظم شهباز شریف نه غوښتنه کړې ده چې په سمدستي توګه ددې مجوزه قانون مخه ونیسي.

په تجویز کړل شوي قانون کې په پوځ تنقیدي تبصرې کوونکو لپاره د پینځو کالو د بند سزا تجویز کړل شوې ده او مطبوعات وایي چې مرکزي حکومت د دې ترمیمي قانوني مسودې پارلیمان ته د وړاندې کولو لپاره تیارۍ کوي.

په پینل کوډ کې د ترمیم په مسوده کې یو نوی باب 500 ای تجویز کړل شوی دی چې د هغې له مخې به دعدلیې یا پوځ د ادارو او یا هم د دې ادارو د کوم غړي پرضد د سپکاوي یا رسوا کولو په خاطر ورکړل کیدونکی بیان ورکول او خپرول جرم وي او په دې جرم به د پینځو کالو د بند اؤ 10 لکو روپو جرمانې سزا وي.

د بې پولې خبریالانو دسازمان دایشیا پیسیفک څانګې مشر ډینییل بسټرډ ویلي دا ترمیم به د فوجدارۍ په ضابطه هم عملي کیږي او د دې نوي باب یا مادې سره به پولیس هر یو تن پرته د وارنټ ښودلو نیولی شي .

تنظیم وایي د نوي ترمیم له مخې که د پولیس لخوا یو نیول شوی شخص جیل ته ولیږل شي نو هم دعدالت نه بهر په شوي جوړجاړي د هغه تن د ضمانت یا خوشې کیدو نه انکار کیدای شي.

ډینییل بسټرډ د وزیراعظم شهباز شریف نه غوښتنه کړې ده چې په سمدستي توګه ددې مجوزه ترمیم مخه ونیسي او ویلي یې دي چې که دا ترمیم چرې په یاده قانوني مسوده کې وشي نو له امله به یې هر زیاتې ستونزې سر راولاړ کړي.

هغه وایي دې قانوني مسوده کې دموجود ابهام له امله پولیسو ته د صحافیانو پرضد تر حده زیات انتظامي اختیارات په لاس ورتلی شي حال دا چې دا قانون په واضحه ډول یوازې د مسلح ځواکونو په اړه دڅه رقم تنقیدي تبصرو دمخنیوي لپاره جوړ کړل شوی دی.

دنوموړي په بیان کې ویل شوي دا قانوني ترمیم په یو داسې وخت کې مخې ته راوړل کیږي چې پاکستان کې په راتلونکو څو میاشتو کې د عامو ټاکنو هیله کیږي اؤ په داسې حال کې دا ترمیم دجمهوري عمل په وړاندې سخت خنډان راولاړولی شي.

پاکستان کې دپوځ اؤ عدلیې بدنامولو په سر د بند اؤ جرمانې دا نوې قانوني مسوده وروسته له هغې تیاره کړل شوې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپوځ په کړنو سختې نیوکې شوي اؤ عدلیه هم دپوځ داثر لاندې ښودل شوې ده.

دیاد ترمیم په اړه دانسټي ټيوټ فار ریسرچ ایډووکیسي اینډ ډویلپمنټ په نامه دغیر دولتي سازمان مشر محمد افتاب عالم بې پولې خبریالانو ته ویلي دي چې دا مجوزه ترمیم پاکستان کې د رایې په اظهار دنورو بندیزونو لګولو دمهم یوه برخه ښکاري.

هغه ویلي ددې قانون دمنظوریدو له امله د رایې په څرګندولو اؤ دصحافت په ازادۍ بې کچه منفي اغېزې کیدای شي

د پاکستان د ډاڼ ورځپاڼې ترمخه دا مسوده دقانون وزارت تیاره کړې ده چې ډیر زر به دکورنیو چارو د وزارت له لارې وزیراعظم اؤ مرکزي کابینې ته وړاندې کړل شي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم او دمسلم لیګ نواز ګوند مهم مشر شاهد خاقان عباسي هم ددې قانوني مسودې سره مخالفت ښودلی اؤ ډاڼ ورځپاڼې ته یې ویلي چې دداسې وحشیانه قانون سازۍ ملاتړ نه شي کیدای.

په پاکستان کې دپوځ عدلیې بدنامولو پسر دبند اؤ جرمانې دا نوې قانوني مسوده وروسته له هغې تیاره کړل شوې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپوځ په کړنو سختې نیوکې شوي اؤ عدلیه هم دپوځ داثر لاندې ښودل شوې ده.

په پوځ که وخت په وخت د ترهګرو اؤ تندلارو ډلو دپاللو تورونه دسوشل میډیا دلارې مخې ته راغلي دي نو هلته د لوړ پوړو پوځي چارواکو په پنګو اؤ جایدادونو کې داضافې رپورټونه تر سترګو شوي دي خو پوځ مدام دغسې تورونه رد کړي دي