بلوچستان: مستونګ او چمن کې وسله والو بریدونو کې د ليويز دوه عسکر وژل شوي، پوليس اهلکار ژوبل شوی

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ او چمن سيمو کې پر ليویز ځواک او پولیس اهلکارو وسله وال بريدونه شوي، د چارواکو په وينا د ليويز ځواک دوه عسکر او يو بريدګر پکې وژل شوي دي.

د مستونګ د ليويز چارواکو په وينا نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [21 فرورۍ] د بلوچستان په مستونګ کې د لیویز عسکرو پر ځايي ناکه يا چيک پوسته نامعلومه وسله والو بريد کړی او دوه د لیویز عسکر يې وژلي دي.

یاده پېښه د بلوچستان سر ښار کوټې او او د ایران تر مینځ پر نېشنل هايي وی يا غټ سړک د ببري پر سیمه کې شوې ده.

د ليويز چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل په پېښه کې د وژل شوو لیویز عسکرو پېژندګلو د منظور احمد او محمد اسلم په نومونو شوې ده.

هغه ويلي، د پېښې پلټنې يې روانې کړي دي.

د چارواکي په وينا پېښه د شپې هغه وخت شوې چې د لیویز عسکر په خپله چیک پوسته کې پر ډيوټۍ وو چې ناببره د وسله والو لخوا ډزي ورباندې شوي او عسکر يې وژلي ، وايي وسله والو د عسکرو وسله هم له ځانه سره وړې ده.

د يادې پېښې زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې. خو د صوبې په بلوڅ مېشته سيمو کې زياتره وخت د داسې پېښو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې مني.

د مستونګ د پېښي ترڅنګ د بلوچستان په چمن ښار کې هم په پوليس اهلکارو ډزې شوي چې يو پوليس عسکر پکې ژوبل شوی دی.

د چمن پوليسو په وينا د پولیسو له لوري په ځوابي ډزو کې یو بريدګر وژل شوی او بل په تېښته کې بريالی شوی دی.

له پېښې وروسته د پوليسو ډي ايي جي قمر زمان چمن ته تللی او هلته يې د ډزو ځای کتلی دی.

له رسنيو سره په خبرو کې قمر زمان ويلي چې په سيمه کې د تحريک طالبان پاکستان فعاليت شته ځکه يې د هغوی پر ضد چاپې هم وهلي او ګرفتارۍ يې هم کړي دي خو هغه دا ونه ويل چې په کومو سيمو کې او څو تنه يې نيولي دي.

د يادي پېښې زمه واري هم د رپورټ د جوړولو تر وخته چا نه ده منلې.

تر دې وړاندې په چمن او شاوخوا پښتنو سيمو کې پر ليويز او پوليس د بريدنونو زمه وارۍ وخت ناوخته تحريک طالبان پاکستان منلي دي.

د بلوچستان وزیر اعلی میر عبدالقدوس بزنجو په مستونګ او چمن کې پر عسکرو وسلوال بریدونه غندلي دي.

وزیر اعلا يادې پېښي د اندېښنې وړ ګڼلي او ویلي یې دي چې ترهګر د صوبې امن خرابول غواړي ، هغه قانون پلي کوونکو ادارو ته امر کړی چې په صوبه کې د ناامنۍ په پېښو کې لاس لرونکو پر ضد ټولي قانوني لارې خپلې کړي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو ویلي، په صوبه کې د ترهګرۍ د پېښو د مخنیوي لپاره قومي یووالي ته اړتیا ده، هغه زیاته کړې چې په اقتصادي توګه له بدحالۍ سره مخ صوبه کې د ترهګرۍ ختمول د وخت ضرورت دی.