د پاکستان مرکزي بینک د سود کچه درې فیصده نوره لوړه کړې ده چې دې سره د ملک تاریخ کې په وړومبي ځل دا کچه 20 فیصدو ته رسېدلې ده.
اسټيټ بینک د زیارت/پنجشنبې په ورځ خپله اعلامیه کې ویلي چې د سود د کچې لوړولو مقصد افراط زر کې اضافه او مالیاتي ثبات ته د پېښو ګواښونو مخه نیول دي. خو کاروباریان وایي چې دې ګام سره به په روزګارونو او معاشي پرمختیا ناوړه اغېزې وشي.
په تېرو 17 میاشتو کې د پاکستان مرکزي بینک د سود کچه 13 فیصدي لوړه کړې ده اؤ اقتصاد پوهان وایي چې دسود د کچې لوړېدو سره به راتلونکو ورځو کې د پاکستان اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شي.
د سود د کچې لوړولو په اړه اسټيټ بینک خپله اعلامیه کې ویلي دي اقتصادي تګلارو او بهرنیو حالاتو د لنډې مودې د ګرانۍ منظرنامه ویجاړه کړې ده.
د اعلامیې له مخې په روان مالي کال کې به د ګرانۍ کچه 27 نه تر29 فیصدي وي .
بینک ویلي د نومبر د میاشتې د پالیسۍ په غونډه کې د ګرانۍ د کچې 21 نه تر 23 فیصدي د پاتې کېدو هیله وه او ګرانۍ د مخنیوي لپاره د سود په کچه کې د سترې اضافې اقدام ضروري ؤ.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف پاکستان سره د مامورینو په کچه دتړون نه وړاندې د پاکستان څخه دسود دکچې لوړولو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان د صنعت اؤ تجارت مرکزي خونې دسود دکچې لوړیدو سره مخالفت ښودلی اؤ ویلي یې دي چې دې ګام سره به پاکستان کې کاروبارونو اؤ معاشي پرمختیا ته زیان ورسیږي.
پخپل بیان کې دپاکستان مرکزي تجارتي خونې داسیټيت بینک په دې اقدام مایوسي اؤ اندېښنه ښودلې ده.
تر دې وړاندې دجنورۍ په میاشت کې هم استیټ بینک د سود کچه یو فیصد لوړه کړې وه اؤ تر هغې مخکې یې تېر کال په نومبر کې د سود کچه 16 فيصدي ته رسولې وه .
په مردان کې د صنعتکارو او کاروباريانو مشر ظاهر شاه په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي، په صوبه کې د وړاندې نه کاروباريان د زياتو خرڅونو او په کاروبارونو کې د مشکلاتو سره مخ دي، د سود د شرحې سېوا کېدو سره به د دوی مشکلات نور هم سېوا شي.
د ظاهر شاه په وینا په منطقه کې په ګاونډي هېواد هند کې د صنعتونو د سود شرحه د درېوؤ نه تر څلورو فيصدو پورې ده او په پاکستان کې دا فرق ډېر زیات دی چې له امله يې پاکستاني صنعتونه په مارکيټ کې مقابله نه شي کولی.
اقتصاد پوهه خبریال وکیل الرحمان د وي او ای ډيوه خبریال ریاض حسین ته ویلي،هر څو که مرکزي حکومت د سود شرحه په دې وجه هم زياته کړې چې دا د نړیوالې مالياتي ادارې شرط دی خو بيا هم د پاکستان چې کوم اقتصادي صورتحال دی د هغې هم دا تقاضا ده چې د سود شرحه زياته کړي.
هغه ویلي کله چې هم په ملک کې ګراني زياته شي نو حکومت د سود شرحه زياته کړي چې له امله یې په مارکيټ کې د پېسو مقدار کم شي او د هغې سره ګراني راکمه شي.
خو نوموړی وايي بيا بل لور ته په کاروبارونو باندې منفي اغېزې کيږي چې له وجې یې اقتصادي پرمختيا په قلاره شي او بې روزګاري ورسره سېوا شي.