روس د اوکراین د غلو دانو د صادراتو د تړون اوږدولو ته تیاری ښودلې

واشنګټن – روس د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، دوی تیار دي چې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو د تړون اوږدولو ته اجازه ورکړي، کوم چې په نړۍ کې د خوړو د بیو له کمېدو سره مرسته کوي خو یواځې د شپېتو ورځو لپاره.

د روس یو پلاوی چې د ملګروملتونو له جګ پوړو چارواکو سره خبرې کوي دغه خبرې ريښتینې بللې خو ویلې یې دي چې روس غواړي د تړون په هغه بل اړخ چې له روس څخه د غلو صادرات دي هم یو ډول پرمختګ وشي.

د تورې بحیرې د غلو د تړون له مخې، اوکراین چې په نړۍ کې د غلو یو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه دی کولای شي چې له خپلو دریو بندرونو څخه خواړه او کیمیاوي سره صادره کړي.

د غلو دغه تړون د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړیتوب په تېرې جولای میاشت کې شوی و تر څو په نړۍ کې د خوراکي توکو د ناورین له کمېدو سره مرسته وکړي او بیا په نومبر کې ۱۲۰ ورځې اوږد کړای شو.

دغه نېته د شنبې یا خالي په ورځ پای ته رسېږي.

د روس پلاوی چې په جنیوا کې په دې اړه خبرو باندې بوخت دی د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، "که څه هم په سوداګریزه توګه د اوکراین تولیدات په چټکۍ سره صادرېږي او کیېف ترې د پام وړ ګټه کوي خو د روس د ذراعتي صادرونکو پرضد اوس هم بندیزونه پر ځای دي.

هغه وویل، "د خوړو او سرې لپاره د واشنګټن،‌ برسلز او لندن لخوا لګېدلي بندیزونه تر اوسه نه دي لېرې کړای شوي."

روس کوښښ کوي چې غلې او کیمیاوي سرې صادرې کړي خو د لویدیځ لخوا د لګېدلو بندیزونو او د بیمې د بیو له امله له ننګونو سره مخ شوي.

بلخوا د اوکراین د بنیادي اډانې وزیر اولیکزاندر وویل، د روس لخوا یواځې د ۶۰ ورځو لپاره د تړون اوږدول یو غیر قانوني کار دی ځکه په تړون کې راغلي چې دا به لږ تر لږه ۱۲۰ ورځې اوږدېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس د ګل په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل،‌ چې دا تړون په یو مهم وخت کې مهمه وسیله ده.

د ملګروملتونو ویاند سټیفن ډوجارېک وویل،‌ ملګري ملتونه د تورې بحیري د غلو تړون ته په بشپړه توګه ژمن دي او همدارنګه به د روس خوړو او کیماوي سرې صادراتو ته د لارې برابرول وي.

د جګړې په ډګر:

د اوکراین د ختیځ ښار بخموت د کنټرول لپاره د ګل یا دوشنبې په ورځ هم سخته جګړه روانه وه.

د اوکراین پوځ ویلي، چې دوی د ښار د نیولو لپاره د روسانو د هڅو په ځواب کې توپونه،‌ ټانکونه او نورې وسلې کارولي.

د برتانیې دفاع وزارت په دې وروستیو ورځو کې ویلي دي چې د روس وېګنر ځواکونه د بخموت ښار د ختیځې برخې کنټرول لري او د ښار لویدیځ له اوکرایني ځواکونو سره دی.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د ګل په ورځ وویل، چې د اوکراین راتلونکې د بخموت په ګډون د ختیځې برخې د جګړو پایلو پورې تړلې ده.

هغه وویل، په ختیځ کې ډېر سخت او درونکي حالات دي.

د چین ولسمشر روس ته ځي:

رویټرز خبري ادارې د نا معلومو سرچینو له خولې خبر ورکړی چې د چین ولسمشر شي جین پېنګ ښايي په راتلونکې اونۍ کې روس ته ولاړ شي.

دغه سفر د روس د ولسمشر ویلادیمیر پوتین په بلنه ترسره کېږي چې د اوږدې مودې راهیسې یې ورکړې وه چې له ماسکو څخه لیدنه وکړي.

نه روس او نه چین تر اوسه داسې کوم سفر تایید کړی دی.