د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د شپې ناوخته د پوليسو په تاڼه وسله وال برید او بيا چاودنه کې د پوليسو يو افسر او درې سپاهيان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې ده.
د لکي مروت ضلعې د پوليسو وياند شاهد حميد وي او اې ډيوه سره په شريک کړي خبر کې ويلي، د شپې په يوه بجه ترهګرو د لکي مروت په صدر تاڼه د جديدې او درنې وسله حمله کړې، د پوليسو د کلک ځواب سره ترهګر په تياره کې تښتېدلي دي.
د پوليس خبر ترمخه د ترهګرو په ډزو کې پينځه سپاهيان ژوبل شوي دي.
خو پوليس وياند ويلي، د بريد په خبر ترلاسه کېدو چې پوليس افسر [ډي اېس پي] اقبال مومند د نفرۍ سره موقعې ته روان وو، په لاره کې پرې د پېرو والا موړ سره چاودنه شوې، ډي اېس پي لکي اقبال مومند، سپاهي وقار، سپاهي علي مرجان او سپاهي کرامت الله پکې وژل شوي او د [اې پي سي] ګاډي ډرايور علي پکې ژوبل شوی دی.
د پوليس وياند په وینا ژوبل پوليس په سمدستي ډول د لکي سټي روغتون ته وړل شوي، علاقې ته اضافي نفري رسېدلې او د لټون عمليات یې پېل کړي دي.
تحريک طالبان پاکستان د لکي مروت پولیسو په تاڼه د بريد او ډي اېس پي اقبال مومند په ګاډي د چاودنې زمه واري منلې ده.
د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان په ټويټر ویلي،
"د کرسۍ او واک شوقيان خلک په پاکستان کې د انتخاباتو ژړا کوي او زما پښتانه په قربانيانو ورکولو ستړي شو". هغه زياته کړې، "د پښتنو په قتل عام د پارلیمنټ، عدلیې او ميډيا خاموشي مجرمانه ده مونږ به تر څو لاشونه اوچتوو؟".
کرسی اور حکمرانی کے شوقین لوگ پاکستان میں انتخابات کا رونا رورہے ہیں لیکن میرے پشتون جانوں کی قربانیاں دے دے کر تھک چکے ہیں۔ لکی مروت میں ہمارے ڈی ایس پی اقبال مومند سمیت 5پولیس اہلکاروں کو شہید کردیا گیا۔ رمضان المبارک میں بھی پشتونوں کی نسل کشی کا سلسلہ جاری ہے۔1/2 pic.twitter.com/Uzr7fWWxn8
— Aimal Wali Khan (@AimalWali) March 29, 2023
او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ويلي،
"د ډالري جنګ نتيجې وګورئ، د روژې په دې میاشت کې هم په لکې مروت کې حمله، د څو سپاهيانو سره د پښتو شاعر اقبال موند شهيد، چا چې دا جنګ راوړی د دې جنګ په ګټه د مزو ژوند کوي خو پښتون او پښتونخوا په دې جنګ کې سوځي".
ڈالری جنگوں کے نتائج دیکھو۔رمضان کے اس مہینے میں بھی لکی مروت میں حملہ، کئی کانسٹیبل سمیت پشتو شاعر اور ڈی ایس پی اقبال مومند شہید۔جو یہ جنگ لائے ہیں وہ اِسی جنگ کے کمائی سے پر آسائش زندگی گزار رہے ہیں جبکہ پختون اور پختونخوا اسی جنگ میں جل رہے ہیں۔
— Manzoor Pashteen (@ManzoorPashteen) March 29, 2023
لکي مروت د خېبرپښتونخوا په هغو ضلعو کې يوه ده چرته چې په وروستيو کې په پوليسو د بريدونو پېښې زياتې شوي دي.
په لکي مروت کې په 13م مارچ د سرشمېرنې او کور شمېرنې د مامورينو سره د امنیت په ډيوټۍ پولیسو باندې وسله وال بريد شوی يو پوليس سپاهي پکې وژل شوی وو.
هم په دغه ورځ په ټانک کې د سرشمېرنې د مامورينو سره ساتونکو پوليسو باندې بريد شوی يو سپاهي پکې وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي وو، د دغو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلې وې.
د فرورۍ په میاشت کې امنیتي سرچينو دعوې کړې چې د پوليس او پوځ په عملياتو کې په ضلع کې لږ تر لږه 18 ترهګر وژل شوي وو.
په لکي مروت کې د جنورۍ په 26 د وسله والو ضد عمليات پېل شوي چې د شپږمې فرورۍ پورې دوامداره ساتل شوي د عملياتو په مهال سړکونه او موبايل سروس بند کړی شوی خو د یادو عملياتو کوم جزیات نه وو خپاره کړی شوي.
د يادو عملياتو په اړوند پوځ هم څه نه وو ويلي.
لکي مروت د خېبر پښتونخوا سویلي ضلع ده چې پولې یې د پنجاب صوبې د میانوالي، د خېبر پښتونخوا د کرک، ډېره اسماعیل خان او ټانک ترڅنګ قبایلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان سره لګېدلې دي د کال 2010 د جنورۍ په لومړۍ نېټه د لکي مروت شاه حسن خېل سیمه کې په ځانمرګي برید کې د 100 نه زیات کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي وو.
د دغه برید زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.