شمالي وزیرستان: ماين چاودنه کې دوه نور ماشومان ژوبل شوي

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر شمالي وزيرستان کې د ځمکني ماين چاودنه شوې چې پکې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

پوليس دا پېښه تاييد کړه او وویل دا پېښه د ضلعې مرکز میرانشاه سیمه کې شوې ده.د میرانشاه پولیس تاڼې چارواکي وایي چاودنه کې د لسو کالو کم عمره دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

د پولیسو په وینا چاودنې وروسته سمدستي پولیس دې پېښې ځایی ته رسدلي دي په دې پېښه کې ژوبل ماشومان میرانشاه سیمه کې د ضلعې روغتون ته وړل شوي او پولیسو دې پېښې پلتنې بېل کړې دي.

د میرانشاه روغتون چارواکي وایي دوه ماشومان راوړل شوي چې په تن یې زخمونه راغلي دي او زخمونو روغولو د پاره درملنه روانه ده.

د روغتون چارواکو په وینا د ماشومانو حالت د خطرې نه بهر دی.

پرون په خېبر قبایلي ضلعه کې د ځمکني ماین چاودنه شوې وه چې پکې یو.ماشوم ټپي شوي.

دې پېښې په اړه د پي ټي ایم مشر منظور پښتین په ټیوټر لیکلي وو،

نن د خیبر باړه کوهی غنډی سیمه کي د بارودی سرنګ په چاودنه کښي عزیز آفریدی (۱۰ کلن) ژوبل شوی دی.
په عملیاتو کې د پوځ لخوا د ماینونو د پلورولو له امله پښتانه ماشومان ورځ په ورځ معزوره کیږي.
موږ د ځمکني ماین پاکولو غوښتنه وکړه او پوښتنه مو ترې وکړه په ځواب کې اوویل شول چې دا ډول غوښتنې له هېواد سره غداري ده.

د قبایلي ضلعو سره تړاو لرونکي ځایي خلک وایي په علاقه کې د پوځي عملیاتو وروسته په ځمکه کې خواره ماينونه پاتې شوي چې د عامو خلکو ترڅنګ پکې په څاروو چاودنې کیږي او ګڼې مرګ ژوبلې یې اړولې خو د ماینونو پاکولو د پاره څوک ګامونه نه اخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اولنو غوښتنو کې د ماینونو پاکول شامل دي خو وایي چې تراوسه دا غوښتنه نه ده منل شوې.

د پي تي ایم د ځمکني ماین چاودنو تر ټولو زیاتې پېښې په وزیرستان کې شوي چې پکې د علاقې 400 کسان د ماين چاودنو ښکار شوي دي په دغه شمېرو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي. په حکومتي کچه دا شمېرې نه دي تایيد شوي.

د پاکستان د پوځ مخکني ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د تېر کال په پينځمه جنورۍ ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسيدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.