پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره غورځېدلې

پاکستان کې د پېسو بدلوونکو اتحاديه وايي، پرون په ملک کې یو امريکايي ډالر په 283روپۍ او 80پېسې روان شوی او د 285روپۍ پورې رسېدلی وو خو نن بيا نور ګران شوی او نن يو ډالر 287 روپو او 60 پېسو ته رسېدلی دی.

اقتصاد پوهان وايي پاکستان کې سياسي بې ثباتي او د نړيوالې مالیاتي ادارې [ايي اېم اېف] څخه پور نه ترلاسه کېدل بنيادي علتونه دي چې پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې بې قدره کيږي په ځای نه ودریږي.

د پاکستان د مرکزي سټېټ بېنک د شمېرو ترمخه د تېرو څو ورځو راهسې ډالر په 283روپۍ او خواوشاه نزدې 80پېسې وو خود پرون راهسې بيا ګرانېدو پله شوی دی.

د سټېټ بېنک ترمخه په انټر بېنک مارکیټ کې پرون د کاروباري ورځې په پېل ډالر په 283روپۍ او 79پېسې وو او بيا د کاروباري ورځې په ختمېدو په 285روپۍ او څلور پېسې وو، او نن بيا د کاروباري ورځې په ختمېدو 287روپو او 29پېسو ته رسېدلی دی.

د پرون راهسې يو ډالر دوه روپۍ او 25پېسې ګران شوی دی.

د پاکستان د ونډو بازار هم نن د 200 پواينټونو نه زیات غورځېدلی دی.

د پېسو د بدلوونکو د اتحادیې مشر ملک بوستان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، "د پرون راهسې سټېټ بېنک د بهر نه په راغوښتونکو ټولو څيزونو لګېدلی بندېز ختم کړی دی ځکه د ډالر طلب سېوا شوی او ګران شو".

هغه وویل "په ملک کې سياسي بې ثباتي هم د اقتصادي بې ثباتۍ او روپۍ د بې قدرۍ علتونه دي".

اقتصاد پوهه څیړونکی خبريال مهتاب حېدر وايي، د ډالر ګرانېدو يا روپۍ بې قدره کېدو دوه بنيادي علتونه دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "دوه څيزونه د پاکستان په اقتصاد منفي اغېزې کوي يو سياسي بې ثباتي لکه چې نن د سپریم کورټ فېصله راغله اوس به کتل وي چې څه کيږي او بل د نړیوالې مالياتي ادارې پروګرام نه بحالېده".

هغه وويل، "د ايي اېم اېف د پروګرام د نه بحالېدو له امله د پاکستان بهرنۍ زېرمې نن څلور اعشاريه دوه اربه ډالره دي کوم چې د پاکستان په راتلونکو درېو میاشتو کې د قرضونو بيرته ورکولو هم نه پوره کيږي".

مهتاب حېدر زیاته کړه په داسې حالاتو کې د ملک د اقتصاد بنيادونه پياوړي نه وي او دپاسه پرې سياسي بې يقيني وي نو په داسې حالاتو کې بيا دوه څيزونه اغېزمن کيږي يو د روپۍ قيمت غورځیږي او بل ګراني هم ورسره جوړيږي.

د نوموړي په خبره د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې د پور د پروګرام بحالۍ دپاره يو د دوست هېوادونو لخوا پاکستان ته د پېسو ورکولو باور او بل چې پاکستان په تېلو کوم رعايت ورکوي هغه به ختموي.

هغه وويل، "څو پورې چې د نړيوالې مالیاتي ادارې لخوا د پاکستان د پور پروګرام نه وي بحال شوی د پاکستان اقتصاد هیڅ د پرمختګ امکان نه لري".

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار بيا بيا دعوه کوي چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره به زر د پور پروګرام لاسليک شي.

د پاکستان د مطبوعاتو ترمخه اسحاق ډار روانه مياشت د امريکا سفر کوي د نړیوالې مالیاتي ادارې او نړیوال بېنک سره ويني او مالياتي نړیوالې ادارې به د پاکستان په اصلاحاتو خبروي.