د خېبر پښتونخوا پولیس ویلي ډیره اسماعیل خان سیمه کې د ترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات شوي او د ترهګرو سره نښته کې یو ترهګر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. او د ترهګرو په ډزو کې یو پولیس اهلکار ژوبل شوی دی.
پولیسو ویلي دا عملیات د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو (سي ټي ډي) نورو امنیتي ځواکونو سره په ګډه وروسته له هغې ترسره شوي چې پولیسو سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع ترلاسه کړه.
ویل شوي پولیسو ته اطلاع وه چې د ترهګرۍ بیلابیلو پېښو او بمي چاودنو کې ککړ ترهګر د درابن تاڼې په حد کوټ عیسی سیمه کې د برید پلان جوړوي.
د بيان ترمخه په دغه اطلاع چې کله د سي ټي ډي پولیس د نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځاي د عملیاتو لپاره سیمې ته ورسېدل نو ترهګرو پرې له بیلابیلو اړخونو ډزې شورو کړې.
پوليسو ويلي، په دغه مهال د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو ترهګر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي
بیان کې ویل شوي د ترهګرو په ډزو یو پولیس عسکر ژوبل شوی او ژوبل ترهګر تښتېدلي او په علاقه کې د لټون عملیات روان دي.
د پوليسو په وينا د وژل شوو ترهګر پېژندګلو د عنصر په نوم شوې چې ځانمرګي برید کونکی وو او تړاو یې د تحریک طالبان پاکستان ګنډاپور ګروپ سره دی.
پولیسو دعوه کړې ده چې عملیاتو کې وژل شوي ترهګر په پولیسو ترسره شوو بریدونو او یو شمیر بمي چاودنو کې ککړ وو او وایي دهغوی نه پولیسو ته ګڼ شمیر وسلې هم په لاس ورغلي دي.
خو دغه دعوو له ازاده سرچینو څخه تصدیق نه دی شوی.
تحریک طالبان پاکستان په دې اړه تر دې مهال څه نه دي ویلي.
د مارچ په 21 په ډیره اسماعیل خان سیمه کې ترهګرو سره په نښته کې درې پوځیان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.پوځ دعوه کړې ده چې دې نښته کې درې ترهګر هم وژل شوي دي.
د دغه برید زمه داري تحریک طالبان پاکستان اخستې وه.
بل لور ته چارواکي د شپې ناوخته د افغان پولې سره جوخت د کوز جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې وسله والو په امنیتي ځواکونو برید کړی چې پکې دوه عسکر ژوبل شوي دي، تحریک طالبان پاکستان یې زمه داري منلې.
تېر د سه شنبې په شپه کوهاټ ضلعه کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې دوه پوليس سرتيري وژل شوي وو او د سرکاري شمیرو ترمخه سږ کال په لومړیو درې میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه نزدې 125 پولیس عسکر د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي. چې پکې د پولیسو دو افسران ډي ایس پي هم شامل دي.
د زيارت او جمعې په مينځنۍ شپه کې د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د پوليسو په تاڼه وسله وال برید او بيا چاودنه کې د پوليسو يو افسر او درې سپاهيان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو.
تحریک طالبان پاکستان د دغه پېښو زمه واري منلې .
لکي مروت او د صوبې نورو جنوبي او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې په پولیسو د بریدونو خبرونه ډېر مخې ته راځي.
خو د لکي مروت د تازه پېښې وروسته د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو،
“ ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي زمونږ وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي، خو د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته خو نوغی به یې اوباسو او ټولې ادارې د يو بل سره په مرسته خپل فرض ترسره کوي“.