خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې په وسله والو بريدونو کې يو پوځي او دوه پوليس وژل شوي

د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د وسله والو سره په نښتو او بريدونو کې يو پوځي او دوه پوليس وژل شوي دي، پوځ او پوليسو د درېو ترهګرو وژلو دعوې هم کړي دي. صوابۍ کې هم په پوليسو لاسي بم غورځول شوی يو پوليس او څلور لاروي پکې ژوبل شوي دي. د ټولو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] منلي دي.

خېبرپښتونخوا

افغانستان سره په پوله پرتو د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو شمالي او بر جنوبي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ په دوه بېلا بیلو نښتو کې یو پاکستانی پوځي او دوه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي دا پېښې د شمالي وزيرستان رزمک او د بر جنوبي وزیرستان په کړمه سیمې کې شوي او پاکستاني عسکرو د نښتو پرمهال برید کوونکو ته کلک ځواب ویلی او بریدونه یې په شا تمبولي دي.

پوځ ویلي په شمالي وزیرستان رزمک سیمه کې وسله والو د امنیتي ځواکونو ترمینځ نښته شوې د عسکرو په ځوابي ډزو کې یو ترهګر وژل شوی دی. په دغه پېښه کې عسکرو ته د تاوان اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان پوځ ویلي چې بله پېښه د بر جنوبي وزیرستان کړمه سیمه کې شوې او وسله والو سره نښته کې د پاکستان پوځ یو عسکر وژل شوی دی.

پوځ ويلي وژل شوی عسکر32 کلن فضل جانان تعلق د خېبر پختونخواه هنګو ضلعې سره وه.

پوځ ویلي د نښتې پرمهال د پاکستان پوځ د وسله والو په ځایونو ناتاره ډزې کړې او د ډزو په تبادله کې يو ترهګر وژل شوی دی.

پوځ د برید کوونکي پیژندګلو نه څرګنده کړې او ویلي په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پیښو کې ککړ پاتې شوی دی خو له ازادو سرچینو دا دعوه نه ده تصدیق شوې.

تحريک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې ده.

د اتوار په ماښام د صوابۍ ضلعې د تورډهېر په پولیسو د لاسي بم بريد شوی، يو پوليس او څلور لاروي پکې ژوبل شوي دي.

ټي ټي پي د دغه برید او دوه ورځې وړاندې په پوليسو د بل لاسي بم بريد چې پکې يو تاڼدار وژل شوی وو، زمه وارۍ منلي دي.

پرون د خېبر قبایلي ضلعې باړه سیمه کې د امنیتي ځواکونو ګاډی په بم الوځول شوی،د صوبېدار په ګډون پکې دوه عسکر وژل شوي وو . د دې پېښې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې منلې وه..

په شپږم اپرېل جنوبي وزيرستان کې د ترهګرو ضد عمليات کې د اته ترهګرو او یو پوځي عسکر وژلو ویل شوی وو.

بلوچستان

د بلوچستان صوبې په کچلاغ سیمه کې دوه پولیس عسکر په وسله وال برید کې وژل شوي دوه ټپیان شوي، او پولیسو د يو بریدګر د وژنې او دوو د ټپې کولو دعوہ کړې ده.

ټي ټي پي په پوليسو د بريد زمه واري منلې او د خپل غړي د وژنې تاييد یې هم کړی دی.

د کچلاغ د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډیوه ته وویل، نا معلومو وسلوالو پر موټر سايکل ګزمه کوونکو پولیسو برید کړی، عسکر په ټپي حالت کې د کوټې سیول روغتون ته وړل شوي وو او هلته یې ساه ورکړې ده.

” د د زاړه کچلاغ پولیس سټېشن کلي سپین سیمه ده ، د ایګل فورس عسکرو پر موټر سایکل ګزمه کوله چې نا پېژندل شویو وسلوالو ډزي ورباندې کړې، دوه پولیس عسکر مړه او دوه نور ټپیان شوي دي“.

د اپریل پر پينځمه هم د کچلاغ په جلوګیر سیمه کې د ایف سي ځواک پر پوسته برید شوی وو چې پکې د ایف سي دوه عسکر وژل شوي، د دغې پېښي زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د بلوچستان صوبې وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو ويلي، چې پر پولیسو د وسلوال برید په ځواب کې یو ترهګر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي هغه د پولیسو په کامیابه ځوابي کاروايۍ ترسره کولو د پولیسو ستاینه هم کړې ده.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو د برید غندنه کړې ده. هغه ویلي، پولیس تل په صوبه کې د امنیت د خوندي ساتلو لپاره قربانیانۍ ورکړي او ترهګر چې د پاکستان د ښمنان دي، حکومت به په هر حال کې د ملک د حفاظت لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.

په بلوچستان صوبه کې په امنيتي ځواکونو د زياترو پېښو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلې وې. خو په صوبه کې وخت نا وخت داعش هم د بريدونو زمه وارۍ مني.

داعش تېره میاشت په بلوچستان صوبه کې په پوليسو د برید زمه واري منلې چې نهه پوليس پکې وژل شوي وو.

د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې چې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، حکومت د کوټلو عملياتو کولو منظوري ورکړې ده.

د عملیاتو پرېکړه

د جمعې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".

په غونډه کې ويل شوي وو "د پاکستان څخه د هر دول ترهګرۍ د ناسور د ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او به دغه لړ کې د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې کومه به چې په دوه اوونیو کې په دې د عمل او حدونو په اړوند سپارښتنې وړاندې کوي".

[په دې خبر کې ځینې معلومات د ډیوه خبریال فضل عزيز شريک کړي دي].