د سپريم کورټ د چيف جسټس د واک په اړوند عدالتي اصلاحاتي مسوده قانون جوړ شو

د پاکستان د قامي اسبملۍ سيکرټرېټ د سپريم کورټ د چيف جسټس د واک يا اختیاراتو په اړوند عدالتي اصلاحاتي قانوني مسوده [سپريم کورټ پرېکټس اېند پروسيجر بل] قانون جوړ شوی او رسمي اعلاميه یې جاري کړی شوې ده.

ياده قانوني مسوده حکومت په لسم اپرېل د پارلیمان په ګډه غونډه کې منظوره کړی شوې وه او د لاسليک کولو دپاره دوه ځله صدر ته لېږل شوې او دواړه ځله هغه بې د لاسليک کولولېږلې وه.

خو ياده قانوني مسوده چې صدر نه وه لاس ليک کړې په موده پوره کېدو د ايين ترمخه قانون جوړ شوی دی.

خو ياده قانوني مسوده چې لا قانون هم نه وو جوړ شوی، سپريم کورټ پرې د وړاندې نه حکومت ته حکم کړی وو چې په دغه قانوني مسوده عمل کول ودروي.

د سپريم کورټ د اصلاحاتو په اړوند قانون جوړېدو په اعلاميه کې قامي اسمبلۍ ويلي، دغه قانون ته به د [سپريم کورټ پرېکټس اېنډ پروسيجر اېکټ 2023] ويلی شي او دا به يه بو ځل نافذالعمل وي.

د قانون ترمخه د سپريم کورټ په وړاندې راتلونکي خواست باندې به بنچ جوړولی شي چې مشرۍ به یې چيف جسټس کوي او په بنچ کې به نور مشران ججان شامل وي.