هند او روس خپل منځ کې تجارتي تعلقات لا مضبوطه کول غواړي

عکس (فایل) اکټوبر ۲۰۱۸، د روس صدر ولاډیمیر پوټین او د هند وزیراعظم نرېندرا مودي

عکس (فایل) اکټوبر ۲۰۱۸، د روس صدر ولاډیمیر پوټین او د هند وزیراعظم نرېندرا مودي

واشنګټن - د هند د تاجرانو او سرمایه کارانو یوه پنځوس (۵۰) کسیزه ډله سر د ګل/دوشنبې څخه، روس ته خپله څلور ورځېنۍ دوره پیلوي. په اوکراین باندې د روس د حملې نه پس د ماسکو او نوې ډیلي ترمنځ اقتصادي تعلقاتو وده وکړه او اوس دواړه اړخونه په دې لټه کې دي چې دا تعلقات لا پسې مضبوطه کړي.

د روس نایب وزیراعظم ډېنیس مانټوروف څو ورځې وړاندې ډيلي ته په دورې تللی و او هلته د روس او هند وزیرانو د دې خبرې پخلی وکړ چې دواړه ملکونه خپل منځ کې د آزاد تجارت په معاملې باندې هم په خبرو کې دي.

د اوکراین د جنګ په حوالې سره چې د روس په برامداتو څه محدودیتونه ولګېدل، روس اوس کوشش کوي چې د آسیایي ملکونو سره خپل تجارت پراخه کړي. په دې وروستو میاشتو کې، هند خپل د ضرورت وړ خام تېل، تر ډېره اندازه د روس نه درامد کړل.

د امریکا په مشرۍ مغربي ملکونو چې په روس باندې څه پابندۍ لګولي دي، هند په دې اقدام کې شامل ندی او په اوکراین باندې یې د روس یرغل هم په واضحه توګه ندی غندلی بلکې د جګړې د ختمېدو دپاره یې د مذاکراتو سپارښتنه کړې ده.

د دې ترڅنګ، که څه هم مغربي ملکونه د هند نه غواړي چې په تدریج سره د ماسکو نه ځان لېرې کړي، مګر هند د روس سره د خپلو اقتصادي تعلقاتو پراخولو ته ادامه ورکوي.

د هندي تاجرانو پنځوس کسیزه ډله چې روس ته روانه شوې ده، په ماسکو او سېنټ پېټرزبرګ ښارونو کې به د روسي تاجرانو او سرمایه کارانو سره ملاقاتونه وکړي.

د هند د برامداتي تنظیمونو د فېډرېشن مشر اجی ساهی، وي او اې ته وویل: "مونږ په روس کې فرصتونه ګورو، او همدا وجه ده چې مونږ دا ډله [تاجران] سره راغونډ کړي. دا ډله به د خوراکي موادو او زراعتي پیداوارو په برخه کې هلته د مارکېټونو جاج واخلي."

د اجی ساهي په وینا، د دوی هدف دا دی چې سږ کال روس ته د هند د برامداتو اندازه دوه برابره کړي او پنځه بلینه ډالرو ته یې ورسوي.

د تجارت ماهرین وایي، دا چې هند د روس نه د خامو تېلو په درامداتو کې ډېره اضافه راوستلې ده، نو د دوو ملکونو تر منځ د تجارت کسر زیات شوی او د دې کسر د پوره کولو په خاطر، هند کوشش کوي چې روس ته خپل برامدات سېوا کړي.

د ۲۰۲۱ کال راهیسي، د روس نه هند ته د درامداتو اندازه څلور برابره زیاته شوې او شپږڅلوېښت (۴۶) بلینه ډالرو ته رسیږي، مګر روس ته د هند د برامداتو اندازه صرف قریب درې بلینه ډالره اضافه شوې ده.