دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر په څلور ورځني سفر چین ته تللی دی

چین سره دوه اړخیزه پوځي اړیکو ته د ودې ورکولو لپاره دپاکستان پوځي سر لښکر جنرال عاصم منیر دچین په څلور ورځني سفر بیجنګ ته رسیدلی دی.

دپاکستان پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپله لنډه اعلامیه کې ویلي چې جنرال عاصم منیر به پخپل دې سفر کې دچین د پوځي سرلښکر اؤ نورو لوړ پوړو عسکر مشرانو سره لیدنې کوي .

دپوځ بیان کې ددغه سفر نورې موخې نه دي په ډاګه شوي خو ویل شوي چې دسفر مقصد یې چین سره دوه اړخیزه پوځي تعلقاتو ته وده ورکول دي.

دپاکستان وتلي خبریال حامد میر بینجنګ ته دجنرال منیر ددې سفر په اړند په ټویټر لیکلي د چين او پاکستان پوځونه چمتو دي چې په بېلا بېلو مدونو کې د عملي همکارۍ نوې کچې ته پراختيا ورکړي او هراړخيزې ستراتيژيکي همکارۍ ته نوی تحرک ورکړي.

پروسکال په دسمبر میاست کې مخې ته راغلي د چاینا انډیکس په نوم یو تحقیقي رپورټ کې ویل شوي چې دنړۍ 82 هیوادونو کې چین په پاکستان تر ټولو زیات اثر لري.

ددغه انډیکس له مخې دپاکستان په فاعي ځواکونو دچین اثر80 فیصدي دي اؤ په خارجه پالیسۍ یې بیا دا اثر 81.8 فیصدي ښودل شوی ؤ.

دپاکستاني پوځ سرلښکر چین ته خپل دا څلور ورځنی سفر په داسې حال کې کړی چې پاکستان دتېرې څه مودې راهسې په سختو اقتصادي کشالو کې راګیر دی اؤ ددغه وضعیت نه د وتلو لپاره دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ترڅنګ دخپلو دوستو هیوادونو نه هم دپیسو ترلاسه کولو لپاره لاس پښې وهي.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له خپلې دندې ترلاسه کولو وروسته په خپل وړومبي رسمي سفر دجنورۍ دڅلورمې نه تر لسمې نیټې سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو ته تللی ؤ.

تيره اوونۍ دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شريف د دوست ملکونو نه دهغو مالي ژمنو ترلاسه کولو لپاره دپوځ دسرلښکر جنرال عاصم منير دهلو ځلو ستاینه کړې وه چې د نړيوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف لخوا پاکستان ته د پور دپاتې پیسو ورکولو لپاره وروستي شرطونه دي.

دحکومتي ايتلافي ګوندونو غونډې ته په وينا کې شهباز شريف ویلي وؤ چې د ایي ایم ایف سره تړون په وروستي پړاو کې دى اؤ "د پوځ مشر په دې برخه کې ډېرې هڅې وکړې"