فلسطینی ځوان د اسرایلو په زندان کې د خوړو نه کولو اوږده اعتصاب له امله مړ شوی

خضدر عدنان چې د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۱۲ نېټه له اسرایلو سره د خوړو د نه کولو له ۵۵ ورځني اعتصابه وروسته خوشې او د فلسطینیانو لخوا یې د غزې په تراډه کې هرکلی وشو.

خضدر عدنان چې د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۱۲ نېټه له اسرایلو سره د خوړو د نه کولو له ۵۵ ورځني اعتصابه وروسته خوشې او د فلسطینیانو لخوا یې د غزې په تراډه کې هرکلی وشو.

واشنګټن – یو فلسطینی توندلاری چې د اسرایلو په زندان کې د تېرو دریو میاشتو راهیسې د خوړو نه کولو په اعتصاب و مړ شوی دی.

د اسرایلو د زندان چارواکو ویلي،‌ ۴۵ کلن خضدر عدنان د نهې یا سې شنبې په ورځ د اسرایلو د مرکزي رمله زندان په خونه کې له بې هوښه موندل کېدو سره روغتون ته واستول شو خو هلته بیا مړ اعلان شو.‌

عدنان د اسلامي جهاد د ډلې غړی و.

عدنان د فیبرورۍ په پنځمه نېټه د ترهګرۍ په تورونو له نیول کېدو څخه لږ وروسته د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی و.

د اسرایلو د زندان چارواکو ویلي، چې عدنان په زندان کې خپله طبي درملنه هم رد کړې وه.

عدنان تر دې مخکې هم د مشکوکو ترهګریزو فعالیتونو په تړاو څو ځله نیول شوی و او د نه خوړلو اعتصاب یې کړي و خو په تېرو وختونو کې هم په ده باندې دغه تورونه نه و ثابت شوي او نه هم محاکمه شوی و.

د اسرایلو پوځ ویلي، د عدنان د مړینې له اعلان سره د حماس تر ولکې لاندې د غزې له تراډې څخه په اسرایلو باندې درې راکټونه ویشتل شوي خو دغه راکټونه په تشه ځمکه لګېدلي او چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د اسلامي جهاد ډلې په یو بیان کې د عدنان مړینه غندلې ده او ویلي یې دي چې د اسرایلو پرضد جګړه به روانه وي.

د دې راپور ځینې معلومات له اسوسېټېډ پریس، رویټرز او فرانس پریس خبري ادارو څخه اخیستل شوي.