پاکستان: احتجاجونو کې يو تن مړ او ګڼ شمېر سرکاري ودانيو ته تاوانونه اړول شوي

د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان د نيولو وروسته په ټول هېواد کې د پرون راهسې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په احتجاجونو کې يو تن وژل شوی او ګڼ شمېر حکومتي او پوځي ودانيو ته يا اوور اچول شوی او يا مات ګوډ کړل شوي دي.

د تشدد ډکو احتجاجونو کې په کوټه کې يو مظاهره کوونکی وژل شوی او د خبريالانو په ګډون شپږ کسان ژوبل شوي دي.

وي او اې ډيوه ته د کوټې سنډېمن روغتون هسپتال چارواکو د يو تن د مړينې او د شپږو کسانو د ژوبل کېدو خبر تاييد کړی دی.

د پرون مازيګر نه تر شپې ناوختې پورې د پاکستان تر ټولو غټ ښار کراچۍ، لاهور، پېښور، کوټه او يو شمېر نورو لويو او وړو ښارونو کې د عمران خان د ګوند پلويان په پوځي ودانيو هم ورغلي وو.

په سوشل ميډيا باندې خپاره شوي ويډيوګانې ښيې چې د تحريک انصاف مظاهره چيانو په لاهور کې د پوځ د کور کمانډر کور ته دننه ننوتلي وو او هلته یې ودانۍ ته اوور اچولی وو او ګاډي مات کړي.

د پاکستان د خبريالانو د سوشل ميډيا هېنډلز يا ټويټر اکاونټونو داسې ويډيوګانې هم خپرې کړي چې د هغوی په وينا د تحریک انصاف پلويان په راولپنډۍ ښار کې د پوځ د مرکزي دفتر جي اېچ کيو دروازه هم ماته کړې ده.

پوځ تراوسه پورې په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

د پاکستان ټیلي کمیونکېشن اتهارټۍ اعلان کړی چې په ټول پاکستان کې به د کورنیو چارو وزارت په وینا، د انټرنټ سروسز بند وي. آن تر دې چې انټرنېټ سروسز به د پاکستان په انټرنشنل اييرپورټونو کې هم بند وي. په دې اړه څه وجوهات نه دي ښودل شوي او نه یې دا علان کړی چې دا سروسز به څه وخت بېرته بحاله کړی شي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف، عمران خان ته په مخاطب کولو سره ویلي، د واک څخه لرې کېدو وروسته دې بيا بيا د پاکستان پوځي ادارې بدنامول د سياست تګلاره پاتې شوې او د پوځي هيلي کاپټر د پېښې وروسته دې د پوځ خلاف په ټولنيزو رسنیو ناوړه کمپاين د چا په وينا چلولی؟.

له دې وړاندې عمران خان ويلي وو، چې په څو مياشتو کې پرې دوه ځله پرې وژونکي بريدونه شوي، ايا د پاکستاني وګړي په حېث هغه ته دا حق نه دی ترلاسه چې د هغو خلکو پرضد مقدمه وکړي څوک چې په هغه د قاتلانه بريدونو زمه وار وو؟.

شهباز شريف په يو ټویټ کې ويلي وو، عمران نيازي پرله پسې د پاکستان پوځ بدناموي، پوځ او استخباراتي ادارې ته ګواښونه کوي چې سياست پرې کړي دغه عمل یې د غندنې دی.

عمران خان ويلي وو، د شهباز شریف د ټویټ مطلب دا دی چې پوځي افسران د قانون نه بره دي يا هغوی کوم جرم نه شي کولی؟، که په هغو کې چا، زما په خيال کوم جرم کړی دی نو د دې نه اداره څنګه بدناميږي؟ .

اسلام هايکورټ ويلي د عمران خان نيول قانوني دي. د عمران خان د نيولو په اړوند د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق نوټس اخستی وو، عدالت پرون ماسخوتن فېصله اورولې چې عمران خان د قانون مطابق نيول شوی دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد هايکورټ په فېصله د حېرانتيا څرګندونه کړې او ويلي يې دي دغه فېصله به په سپريم کورټ کې چېلنج کوي.

له دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله هم ويلي وو چې عمران خان د قانون لاندې د احتساب قامي ادارې [نېب] د غبن په قضيه کې نيولی، د نېب په حراست کې دی.

تحريک انصاف ګوند نن هم د عمران خان د نيولو پرضد د احتجاجونو اعلان کړی دی.