افغانستان کې د روان کال د پوليو لومړۍ پېښه معلومه شوې، وزيرستان کې د پوليو وایرس تصدیق شوی

په افغانستان کې د روان کال د لومړۍ پېښه رپوټ شوې ده، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د عامې روغتيا چارواکو دغه پېښه تاييد کړې ده. او د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په کوز جنوبي وزيرستان کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.

د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف وياند کمال شاه هم وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې د ننګرهار په بټي کوټ سيمه کې دا پېښه معلومه شوې او په افغانستان کې د روان کال د پوليو لومړۍ پېښه ده.

د ډيوه خبريال عدنان بېټني وايي، نوموړي ورته وویل دا د اندېښنې خبره ده چې روان کال په پاکستان کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي او د هغې تړاو د ننګرهار سره معلوم شوی دی.

نوموړي زياته کړې د پولې په دواړو غاړو د پوليو وايرس شتون دا نوره د پرېشانۍ خبره ده.

د راپورونو ترمخه تېر کال په 2022م کې په افغانستان کې د پولیودوه پېښې رپورټ شوې وې، او له دغې وړاندې په کال 2021م کې د پوليو څلور پېښې مخې ته راغلې وې.

نن په پاکستان کې د پوليود مخنيوي پروګرام په يوه خبر پاڼه کې ويلي، په کوز جنوبي وزيرستان کې په ماحولياتي نمونه کې د پوليو وايرس تصدیق شوی دی.

ويل شوي په 19م اپرېل د کوز جنوبي وزیرستان د وچه خوړه يونين کونسل د قرېشي محلې څخه ماحولياتي نمونې اخستل شوې او په هغې کې د پولیو وایرس تصدیق شوی دی.

ويل شوي ياد وايرس په جينياتي توګه د ستمبر 2022م د وايرسو سره یو شان والی لري.

د صحت وزير عبدالقادر پټېل ویلي، څو پورې چې د ملک نه د پوليو خاتمه نه وي شوي دا وايرس به پاکستان کې هر ځای خطره جوړيږي.

هغه ویلي د 15م مې نه د ملک په 70 ضلعو کې او 29م مې څخه د خېبرپښتونخوا په جنوبي برخو کې د پوليو کمپاين پېل کيږي خلک دې خپلو ماشومانو ته د پوليو ويکسين ورکړي.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، سږ کال په جنوبي وزيرستان کې دغه لومړۍ مثبته ماحولياتي نمونه ترلاسه شوې او په ياده ضلع کې د پوليو وروستۍ پېښه په اګست 2022م کې معلومه شوې وه.

ویل شوي په روان کال 2023م کې پاکستان کې د پوليو يوه پېښه او شپږ ماحولياتي نمونې رپورټ شوي دي.

او په تېرو دوه کلونو کې د خېبرپښتونخوا د جنوبي برخو نه علاوه په بل کوم ځای کې د پوليو کومه پېښه مخې ته نه ده راغلې.

د روانې میاشتې په سر کې پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ويلي وو، د خېبرپښتونخوا د پېښور او هنګو سیمو څخه ترلاسه کړی شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.

له دغې وړاندې د جنورۍ په میاشت کې په لاهور کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس موندل شوي، او د دغو ټولو په اړوند ویل شوي وو چې تعلق یې د ننګرهارد وايرسو سره دی.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو يواځينې پېښه په بنو کې رپورټ شوې ده.

په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې چې پکې 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.

پاکستان کې وخت په وخت د پوليو کمپاينونو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي. خو چارواکي دعوه کوي چې د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي.

دوه ورځې وړاندې د نړیوالې ادارې روټري انټرنېشنل پلاوي د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف سره لیدلي، د پوليو په موضوع یې ورسره خبرې شوي او شهباز شريف ویلي، د پوليو ختمول یې د حکومت لومړيتوب دی.