حکومت د اډیو لیکس پلټنو لپاره د قاضي فایز عیسا په مشرۍ قضایي کمیشن جوړ کړو

دپاکستان مرکزي حکومت دسپریم کورټ دجج مظاهرعلي نقوي اؤ دپنجاب د پخواني وزیراعلا پرویز الهي ترمنځ په ټولنیزو رسنیو د رسوا شوؤ ټيلي فوني خبرو د پلټنو لپاره دسپریم کورټ دسئنیر جج قاضي فایز عیسا په مشرۍ درې کسیزه قضایي کمیشن جوړ کړی دی.

دبلوچستان اؤ اسلام اباد هایکورټونو مشران قاضیان به هم ددې کمیشن غړي وي.

پاکستاني رسنۍ وایي یاد کمیشن ته دنده سپارل شوې ده چې د پنجاب دپخواني وزیراعلا اؤ دیو وکیل ترمنځ دهغه رسوا شوؤ ټيلي فوني خبرو پلټنه هم وکړي چې پکې پرویز الهي دخپلې خوښې دجج په عدالت کې دمقدمې داېښودلو خبره کوي.

په دې وروستيو کې د سپريم کورټ د جج جسټس مظاهر علي نقوي يو مبينه اډیو مخې ته راغلې وه چې پکې نوموړی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د صدر اؤ د پنجاب مخکني وزيراعلا چوهدري پروېز الهي سره د يوې قضې په اړوند خبرې کوي.

ددغه اډیو رسوا کیدو نه وروسته پاکستان بار کونسل بيا سپريم جوډيشل کونسل ته شکات کړی او ددغه اډيو ټېپ د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.

د نوموړي جج خلاف له دې وړاندې هم د مسلم ليګ (ن )ګوند د وکيلانو د اتحادیې يو مشر ميا داود هم سپريم جوډيشل کونسل ته دغه رنګ شکايتونه کړي وو.

دپاکستان دسپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال دمارچ په میاشت کې دیوې اوریدنې په مهال ویلي وؤ، سپریم کورټ اييني اداره ده خو د اډيو ټېپونو یا د مبینه ريکارډ غږيز پېغامونو د لارې بدنامول کيږي.

پاکستان کې په وروستیو کې زياتره د سياسي ګوندونو د مشرانو اډيو ټېپونه مخې ته راغلي دي.