د لبنان پوځ وایي چې د القاعده ډلې یو مشر یې ګرفتاره کړی دی

د لبنان پوځ د ډېرو کلونو راهیسي په سیمه کې د ځینو ترهګرو او تندلارو ډلو سره په مقابله بوخت دی

د لبنان پوځ د ډېرو کلونو راهیسي په سیمه کې د ځینو ترهګرو او تندلارو ډلو سره په مقابله بوخت دی

روئټرز - د لبنان پوځ د خالي/شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د القاعده ډلې یو اهم مشر یې د هغه هېواد په دیر عمار ښارګوټي کې نیولی دی.

د لبنان پوځ د نیول شوي وګړي نوم صرف ټي اېم (T.M.) ښودلی، او په یو بیان کې یې ویلي چې دا کس د تېرې جمعې په ورځ ګرفتاره کړی شو.

د پوځ په بیان کې راغلي: "ټي اېم د القاعده ډلې یو تر ټولو اهمو مشرانو څخه او په لبنان کې د دې ډلې د پټو خلیاتو بنسټګر پاته شوی دی."

د لبنان پوځ همدا شان یوې تندلارې ډلې ته په اشارې سره چې څه باندې لس کاله وړاندې په هغه ملک کې فعاله وه، ویلي دي: "هغه (ټي اېم) د فتح الاسلام ترهګر تنظیم په جوړولو کې هم یو اهم کردار لوبولی دی."

په بیان کې ویلی شوي چې د ۲۰۰۷ کال په پای کې، وروستو له هغه چې د لبنان په شمال کې د کډوالو په یو کمپ کې د پوځ او فتح الاسلام ډلې ترمنځ یوه سخته جګړه وشوه، ټي اېم له نظرونو غیب شو. وروسته کله چې داعش او د شام تندروه ډله النصره پیدا شول او قوت یې ونیو، نو ټي اېم هم بېرته راپیدا شو.