د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي، تحریک طالبان د بلوچستان صوبې په زيارت سیمه کې د قايداعظم کور سوځولی او د عمران خان د ګوند غړو په لاهور کې د قايداعظم کور سوځولی دی، "او دا خبره هم ياد ساتل پکار دي تحریک طالبان په پوځي مرکز جي اېچ کيو بريد کړی او د تحريک انصاف ګوند غړو په جي اېچ کيو حمله وکړه".
9 مئی کو پاکستان کی تاریخ میں ایک سیاہ دن کے طور پہ یاد رکھا جائے گا اس دن عمران نیازی کے حکم پر ان کے جتھوں کی طرف سے دہشتگردی کی گئی اور بدقسمتی سے وہ کام کردکھایا جو 75 سال میں دشمن بھی نہ کرسکا.وزیراعظم شہبازشریف pic.twitter.com/w3oBELyvKo
— PMLN (@pmln_org) May 21, 2023
پرون په لاهور کې د شهباز شريف په مشرۍ د امنيت په اړوند د لوړې کچې يوه غونډه شوې او وزیراعظم ویلي، نهمه مې به د پاکستان په تاریخ کې د تورې ورځې په توګه ياديږي. هغه ويلي، په دغه ورځ د عمران خان پلويانو شرخو هغه کار کړی کوم چې په تېرو 70 کلونو کې دښمن نه وو کړی.
په نهمه مې د پاکستان تحریک انصاف ګوندد مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې احتجاجونه کړي او په پوځي مرکز جي اېچ کيو او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وو.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له دې وړاندې ویلي، په نهمه مې چې په ریاست، او ریاستي ادارو او حساسه ودانيو کومې حملې شوي دا د عمران خان د يو کال د ويناګانو نتيجه ده.
وروسته وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې د نهمې مې پېښو ته ناوړه ويل شوي او زياته کړی شوې چې کمېټۍ په دغو پېښو کې منصوبه بندي کوونکو او خلکو راپاروونکو پرضد د پوځي قانون لاندې د مقدمو چلولو تاييد کړی دی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي وو، په نهمه مې یې د ايين او قانون لاندې پرامنه احتجاج کړی وو.
د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان په وروستيو کې ویلي، که د نهمې مې په پېښو کې یې د ګوند خلک ککړ وي نو د هغو په نيولو کې به یې ګوند مرسته کوي دوی ته دې په دغه اړوند شواهد ورکړی شي.
نوموړي ویلي، حکومت ورسره بد نيتي کوي او د هغه د ګوند ختمولو هڅې روانې دي.
په پرونۍ غونډه کې شهباز شريف ويلي، چې "د نهمې مې منصوبه جوړونکي، سهولت کار او حمله کوونکي به د قانون منګولو ته راکش کولی شي".
هغه زياته کړې، چې په تادۍ کې قانوني تقاضې د پامه غورځول نه دي پکار، او حمله کوونکي دې په ګوته کړی شي او په هیڅ صورت دې بې ګناه خلک ونه نيول شي.
شهباز شریف لارښوونه کړې چې د نادرا او امنيتي ادارو خدمات دې ترلاسه کړل شي او د شرخوښو نه دې چاپېره ګېره تنګه کړل شي.