ایران د زیارت په ورځ له مایع سون توکو څخه د جوړ کړي بلسټیک توغندي اعلان وکړ

د خیبر په نامه د نوي بلسټیک توغندي دغه انځور د مې په ۲۵ نېټه د ایران د دفاع وزارت لخوا ورکړل شوی

واشنګټن – د ایران دولتي رسنۍ ویلي، چې دغه توغندي ۲۰۰۰ کیلومټره واټن وهي او کوپړۍ یې ۱۵۰۰ کیلوګرامه وزن لري.

د ایران دولتي ټي وي کې ښودل کېږي چې په بریالۍ توګه ددغه توغندي ازموینه ترسره کېږي.

د ایران د دفاع وزیر رضا اشتیاني ویلي، یاد میزایل د توغولو لپاره په لنډ وخت کې تیار کېدای شي.

د ایران لخوا د څلورم جنېرېشن دغه بلسټیک توغندي ته د خیبر نوم وکړل شوی.

د دې راپور ځینې برخې له اسوسيېټېد پریس او فرانس پریس خبري ادارو څخه اخیستل شوي.