په بلوچستان کې دوه بمي چاودنې او د ډزو پېښه شوې چې مرګ ژوبلې یې اړولي دي

د بلوچستان په هرنايي او صحبت پور ضلعو کې د تشدد پېښې مخې ته راغلي چې له امله یې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د هرنايي د لېويز چارواکو په وينا، د زیارت/پنجشنبې په ورځ هغې سیمې کې د سړک د غاړې دوه چاودنې وشوې چې د بارودي سرنګ او ریموټ کنټرول چاودنې بلل شوي دي.

چارواکي وایي چې لومړۍ چاودنه د ماسپښین دوه بجې شاوخوا په یو ګاډي وشوه چې په کې سپاره دوه کسان ووژل شول. د هغې نه پس چې خلک د پېښې پر ځای راغونډ شول، دویمه چاودنه وشوه او هغې کې شپږ تنان زخمیان شول.

امنیتي چارواکو زیاته کړې چې زخمیان د درملنې دپاره کوئټې ته لېږدول شوي او د دوو حالت یې مرګونی دی.

د دې چاودنو ذمه واري تر اوسه چا یا کومې ډلې په غاړه نده اخېستې.

هرنايي د کوېلې زېرمې لرونکې پښتون ميشته سيمه ده چې په تېرو څو کلونو کې د امن حالات په کې ورځ تر بلې خرابه شوي دي.

په سيمه کې د پوليسو او ليويز تر څنګ د امنيت چارې د اېف سي ځواک پر غاړه دي. دلته زياتره وخت د کوېلې کانونو د مزدورانو، مالکانو او ټېکه دارانو تر څنګ د امنيتي ادارو پر عسکرو بريدونه کېږي چې زياتره وخت يې ذمه واري بېلابېلې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې مني.

بل لوري ته د کوېلې له کاروباريانو څخه په زوره د پېسو يا بهتې اخيستلو رپورټونه هم وخت ناوخته ورکول کېږي. امنيتي ادارې يې تور پر وسله وال بلوڅ تنظيمونو اچوي.

د صحبت پور پېښه

د بلوچستان په یوه بله ضلع، صحبت پور کې چې بلوڅ مېشته سیمه ده، د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پوليسو پر ګاډي وسله وال برید وشو.

د پوليس چارواکو په وينا په بريد کې د عادل پور پوليس تهاڼې مشر( ايس ايچ او) میر محمد کھوسه وژل شوی دی.

پوليس وايي نا پېژانده بريدګر په تېښته بريالي شوي او د پېښې پلټنې روانې دي.

د دې رپوټ د لیکل کېدو پورې، د دې پېښې ذمه واري هم کوم چا یا کومې ډلې په غاړه نده اخېستې.

په بلوڅ مېشتو سيمو کې زياتره وخت د هدفي وژنو او چاودنو ذمه وارۍ بېلابېلې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې مني، خو په پښتون مېشتو سيمو کې بيا زياتره وخت د تحريک طالبان پاکستان تر څنګ نورې مذهبي تندروه ډلې د داسې پېښو ذمه داري په غاړه اخلي.

د ساوت ایشیا ټرریزم پورټل رپورټ دی چې په بلوچستان کې روان کال د ترهګرۍ په 65 پېښو کې 136 تنه وژل شوي چې 102 په کې امنیتي عسکر او 34 اولسي وګړي دي.