د پاکستان د حکومت مرکزي وزيرانو د مخالفه پاکستان تحريک انصاف ګوند سره د مذاکراتو کولو رد کړی او د خزانې وزير اسحاق ډار ویلي څو پورې عمران خان د قام نه معافي نه وي غوښتي مذاکرات نه شي کېدی.
د خالي په ماسخوتن پاکستان تحريک انصاف ګوند د حکومت سره د مذاکراتو دپاره اووه کسيزه کميټي جوړه کړې او ياد ګوند ويلي وو د عمران خان په وېنا کميټي به د انتخاباتو په حوالې سره د حکومت سره تګلاره جوړوي.
چیئرمین پی ٹی آئی عمران خان کی ہدایات پر حکومت کے ساتھ مذاکراتی ٹیم تشکیل دے گئیمذاکراتی ٹیم میں شامل تمام 7 لوگوں کے نام سے نوٹیفکیشن جاری کردیا گیا*چیئرمین تحریک انصاف عمران خان کی بنائی گئی 7 ممبران پر مبنی ٹیم انتخابات کے حوالے سے حکومت کے ساتھ لائحہ عمل طے کریگی*شاہ… pic.twitter.com/rHYWWAoTnA
— PTI (@PTIofficial) May 27, 2023
د خزانې وزير اسحاق ډار د جيو نيوز په پروګرام [جرګه] کې ويلي، د نهمې پېښو هر څه بدل کړي دي.
پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.
د پاکستان حکومت ويلي، په نهمه مې پوځي ودانیو بریدونو کې ککړو کسانو پرضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.
د اسحاق ډار نه وړاندې د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله او د رېلوی وزير سعد رفيق هم د تحریک انصاف ګوند سره د مذاکراتو رد کړی وو.
رانا ثناالله د پنجاب صوبې په فېصل اباد ښار کې يوې جلسې ته په وېنا کې ويلي، عمران خان خو د نهمې مې د پېښو غندنه نه ده کړې څنګه ورسره مذاکرات شي.
هغه تور لګولی چې عمران خان اوس سازشونه کوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د کوم ياد غړي په کور حمله وکړي، يو تن دوه مړه کړي او تور یې په حکومت ولګوي.
له دغې وړاندې د رېلوی وزير خواجه سعد رفيق هم ويلي چې د خبرو يو وخت او ايجنډا وي عمران خان چې کومه کميټي جوړه کړې د هغې سره مذاکرات نه شي کېدی.
د حکومت سره د مذکراتو دپاره د تحریک انصاف په کمېټۍ کې شاه محمود قرېشي، پروېز خټک، اسد قېصر، حليم عادل شېخ، عون عباس، مراد سعيد او حماد اظهر شامل دي.
د تحريک انصاف د کمېټۍ جوړولو وروسته د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف ويلي وو خبرې اترې د سياستدانانو سره کېدی شي.
هغه ویلي وو "د شهيدانو د يادګارونو سوځولو، ملک ته اوور اچوونکو ترهګرو او د وران کارو د ډلې سره هیڅ مذاکرات نه شي کېدی".
بات چیت صرف سیاست دانوں سے کی جاتی ہے۔ شہدا کی یادگاروں کو جلانے والے، ملک کو آگ لگانے والے دہشت گردوں اور تخریب کاروں کے گروہ سے کسی قسم کی کوئی بات چیت نہیں ہو گی۔
— Nawaz Sharif (@NawazSharifMNS) May 27, 2023
تېره میاشت هم د ايتلافي حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمنځ ناستې شوې وې خو بې د کومې نتيجې ختمې شوې وې.
د اتحادي حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمنځ د انتخاباتو د نېټې دپاره ناستې او خبرې د سپريم کورټ د امر په رڼا کې شوې وې.
د پاکستان سپریم کورټ د انتخاباتو د نېټې په اورېدنه کې د بېلا بیلو سیاسي ګوندونو مشران عدالت ته بللي او ورته یې ويلي وو دوی باید خپلو کې په یوه ورځ د انتخاباتو د نېټې ټاکلو دپاره مذاکرات وکړي او عدالت دې د دغو مذاکراتو د نتیجې نه خبر کړي.