د فوټبال نامتو لوبغاړي میسي ویلي، میامي ته ځي

واشنګټن – رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې لیونل میسي د شورو یا چهارشنبی په ورځ اعلان وکړ چې دی قصد لري په وړیا توګه له Major League Soccer side Inter Miami یا MLS سره یوځای شي.

میسي دغه خبره وروسته له هاغې وکړه چې French champions Paris St Germain څخه یې لاره جلا او په سعودي کې یې له ګټور قرارداد‌ څخه مخ واړوه.

میسي چې د اونیو په رخصتیانو کې یې د PSG لپاره خپله وروستنۍ لوبه وکړه همدارنګه بارسیلونا ته د بېرته ګرځېدو سره هم په اړیکه کې و خو د هسپانیې د کلب لاسونه د لالیګا لخوا د مناسبو لوبو له قوانینو سره تړلي وو.‌

میسي میامي ته د ورتګ پرېکړه د منډو ډیپورټېوو او سپورټ ورڅپاڼو سره په یوې مرکه کې کړې.

"ما تر اوسه هم سل په سلو کې نه ده نهايي ‌کړې.‌ زه لا تر اوسه هم ځینې څېزونه نه لرم خو مونږ پرېکړه وکړه چې پر مخ ولاړ شو. که بارسیلونا کار و نه کړ نو ما وغوښتل چې له اروپا څخه ووځم او د خپلې کورنۍ په اړه زیات فکر وکړم."

میسي چې په قطر کې یې په ډیسمبر کې ارجنټاین د نړیوال کپ تر خوښیو ورساوه د ریکارډ په توګه د Ballon d'Or اوه میډالونه وګټل او همدارنګه له پي اس جي سره په دوو سیزنونو او د ۲۰۲۲ کال د فرانسې په سوپر کپ کې یې د لیګ لومړی مقام وګاټه.

میسي وویل، "د نړیوال کپ له ګټلو وروسته چې و نه توانېد بارسیلونا ته ولاړ شي، نو دا وخت وو چې د امریکا لیګ ته ولاړ شي چې په یوې بېلې لاره فوټبال تجربه کړي او له ورځني ژونده خوند واخلي."

هغه وویل، "له شک پرته چې له ورته مسولیت او هیلې سره چې وګټي او هر کله څېزونه سم وکړي. خو له زیاتې ذهني ارمتیا سره."

MLS ویلي، دوی خوښ دي چې میسي هوډ کړی چې په دې اوړي کې له انتر میامي سره یوځای شي.

MLS په یو بیان کې ویلي، "که څه هم د رسمي قرارداد د نهايي کېدو کار لا پاتې دی، مونږ په تمه یو چې خپل لیګ ته د فوټبال د هر وخت د یو غوره لوبغاړي د راتګ هرکلی وکړو."

یوې سرچینې رویټرز ته ‌په دې اونۍ کې ویلي، میسي غوښتل داسې یو کلب ته ولاړ شي چېرې چې هغه کولای شي بلاخره د شراکت خپله برخه ولري.

ده همدارنګه غوښتل چې له اډیډاس سره خپل اوسنی تړون او له اپل سره د MLS اړیکې زیاتې کړي.

MLS له اپل څخه په کال کې شاخوا ۲۵۰ میلیونه ثابت فیس ترلاسه کوي تر هغو چې کافي سبسکرایبران ومومي او بیا تر هغې وروسته د سبسکرایبرانو له عداید څخه خپله برخه ترلاسه کوي.