بلوچستان: حکومت په صوبه کې د کم سارو مرغانو او حيواناتو پر ښکار بندیز اعلان کړ‎ی

د پاکستان د بلوچستان صوبې وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو په صوبه کې د څاړ‎ي مرغه، غرني پسونو او نورو قیمتي او کم سارو مرغانو او حيوانانو پر ښکار د بنديز اعلان کړی او د ښکار پرمټ یا اجازت نامې یې هم ختمې کړي دي.

هغه ویلي، "دا حکومتي قانوني پریکړه ده او دا په یو قانوني فورم/ عدالت کې نه شي چېلنج کېدای، نور به په صوبه كې د ټرافي هنټنګ په نوم قانوني ښکار هم بند وي".

په سرکاري خبر کې ویل شوي، د وزيراعلي له امر سره سم ، په بلوچستان کې به هيڅ کورني او بهرني وګړي ته د یو ډول ښکار اجازه نه ورکول کيږي.

خبر زیاتوي چې صوبایي حکومت د دې بندیز پوره او قانوني اختیار لري.

په بلوچستان کې په بېلا بيلو موسمونو کې پر لویه کچه د موسمي مرغانو ښکار په ناقانونه او قانوني توګه کيږي.

څاړ‎ی مرغه چې په انګرېزۍ کې ورته هوباره بسټرډ او اردو ژبه کې ورته تلور ویل کيږ‎ي، د عرب قطري شېخانو د خوښې ښکار ګڼل کيږي.

د بلوچستان په زیاتره بلوڅو سیمو کې د دې مرغه ښکار لره هر کال عرب او قطري شېخان پر حکومتي اجازت نامه راځي. شېخان د ښکار په بدله کې په حکومتي خزانه کې مخصوصه رقم جمع کوي.

په 2018 کال کې د پاکستان وفاقي حکومت په بلوچستان کې د 1000 ډالر په بدله د یوہ څاړ‎ي مرغه او د یو لک ډالرو په بدل د 100 څاړ‎و د ښکار اجازت وو قطري شهزاده ته ورکړ‎ی وو.

وزیراعلی قدوس بزنجو ویلي د معصومه مرغانو او ځنګلي ژوو د سر په قیمت د پېسو ګټلو او د شناخت او تعلقاتو جوړ‎ولو ضرورت نه لري.

وایي كه څوک د حکومت په دې پرېكړه كې کوم شک لري، د ځنګلونو او ځنګلي ژوو له محکمې سره دې اړيكه ونيسي.

د قدوس بزنجو په خبره په دې ګام اخیستلو سره دوی به د ملګرو ملتونو د منشور او د بلوچستان د ځنګلي ژوند د تحفظ قانون پلي کول یقیني کړي.

په خبر کې ویل شوي که په کومه سيمه کې د مرغانو او ځنګلي پسونو/غرڅه د ښکار خبر ورکړ‎ل شو د هغې سیمې د انتظامي افسرانو پر ضد به قانوني کارروايي کوي.

د بلوچستان اعلا وزیر د صوبې له خلکو هم غوښتي چې د ځنګلي ژوو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي. هغه ویلي، "موږ به بلوچستان د ځنګلي ژوند لپاره خوندي سیمه کړ‎و".

په 2015م کال کې د بلوچستان پخواني حکومت د ځنګلونو او وحشي ژوو د ناقانونه ښکار د بندولو قانون جوړ کړی وو او له هغې وروسته چارواکو هر کال له منځنۍ اسيا راتلونکیو څاړي، زاڼو، بټېر/کرک ‎ او نورو قيمتي مرغانو له ښکار یانو څخه په ميليونونه روپۍ جرمانه ټوله کړ‎ې وه.

خو زیاتره وخت پر حکومت دا نیوکه کيږ‎ي چې حکومت په دې قانون پلي کولو کې ناکامه او په ایالت کې پر لویه کچه ښکار لا هم روان دی.

موسمي مرغان تر ژمي مخکې د شېراني، ږ‎وب،کوټې، نوشکي او صوبې له نورو سیمو تېرېږي او د پسرلي په پیل کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته بېرته ستنيږي.