واشنګټن - د امریکا چارواکي چې د داعش ډلې په فعالیتونو باندې د نظر ساتلو ذمه واري په غاړه لري، وایي چې دوی داسې د اندېښنې وړ نښې نښانې ګوري چې د غټو نقصانونو سره سره، د داعش ترهګرې ډلې مرکزي مشرتابه اوس لګیا دی په نړېواله کچه د داعش په اړونده ډلو باندې خپل واک اختیار مضبوطه کوي.
په خصوص، امریکا د داعش د هغو اډانو په اړه فکرمندي څرګندوي چې هغې ډلې د مختلفو ولایتونو په نوم او په تېرو څو کلونو کې یې نهه (۹) سیمه ییز مرکزونه/شعبې جوړ کړي چې په دې طریقې سره د داعش ډلې اثر رسوخ او په نړېواله کچه قابلیتونه سېوا کړي.
د امریکا خارجه وزارت د زیارت/پنجشنبې په ورځ د هغې خطرې په باب خبرې وکړي چې د داعش د دغو سیمه ییزو شعبو له اړخه پېښیږي. یاد وزارت همدا شان په عراق او د افریقا په ساحل سیمه کې د داعش د شعبو مشران د خاصو نړېوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړل.
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن چې د سعودي په پایتخت ریاض کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې، د داعش ضد نړېوال اتحاد د کار په هکله وویل: "مونږ دې ته خپله توجه ساتلې ده چې د چندو ټولولو او د مختلفو ملکونو ترمنځ د پېسو لېن دېن په برخو کې د داعش قابلیت له منځه یوسو. زمونږ د ټول پرمختګ باوجود هم لا تر اوسه کار ندی ختم شوی."
د امریکا خارجه وزارت د زیارت/پنجشنبي په ورځ یو بیان هم جاري کړ او هغه کې یې یادونه وکړه چې د داعش ترهګرې ډلې لا هم له نړېوال مالیاتي نظام سره خپل لېن دېنونه ساتلي دي او د داعش مرکزي مشرتابه د عملیاتي هدایاتو او مالیاتي وسایلو د موندلو په برخو کې، د داعش اړوندو سیمه ییزو شعبو یا ولایتونو په فعالیت باور ساتي، یعنې دا ذمه وارۍ یې په هغو تقسیمې کړي دي.
د امریکا له اړخه چې تازه د تروریستانو په لېستونو کې شامل کړی شوي، په خاص ډول د داعش د عراق ولایت پخوانی امیر عبدالله مکی مصلح الرفیعي او په ساحل سیمه کې د الفرقان شعبې مشر ابوبکر بن محمد بن علی المینوکی نومونه راغلي دي.
د داعش د سیمه ییزو شعبو په اړه فکرمندۍ د تېر څه باندې یو کال راهېسي په زیاتېدو دي. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال په جولائی کې رپوټ ورکړ چې د داعش دغه شعبې، په بهر ملکونو کې د عملیاتو د قابلیت په بیا راژوندي کولو کې ډېر اهم کردار ادا کولی شي.
د ملګرو ملتونو په هغه رپوټ کې د الفرقان شعبې یادونه شوې چې د افریقا د چاد هېواد د خلیج په خوا کې موجود دی. دا شعبه په نایجریا، د نایجریا په شاخوا سیمو او مغربي ساحل کې د داعش ډلې فعالیتونه څاري. ملګري ملتونه وایي چې دا د داعش"یوه تر ټولو مضبوطه او په بهترینه طریقه بنا شوې سیمه ییزه شبکه ده."
په رپوټ کې همدا راز خبرداری ورکړی شوی چې په افغانستان کې د الصدیق شعبه او په صومالي کې د الکرار شعبه هم د داعش په وسعت افزائي کې اهم کردارونه لوبولي دي.
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د شریکو استخباراتي معلوماتو په بنیاد، د داعش ځیني نورې شعبې، مثال په ترکيه، لیبیا، یمن، او د مصر په سینا جزیره نما کې، له ستونزو سره مخ دي او ځیني برخو کې خو هېڅ فعالیت هم نلري.
که څه هم د داعش ډلې یو شمېر مشران ووژل شول، په شمول د هغو دیارلسو تنانو چې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسي وژل شوي یا ګرفتاره کړی شوي، مګر داسې ښکاري چې د داعش ترهګره ډله په دې تېر وخت کې لا پسې غوړېدلې ده.
د امریکا د دفاع وزارت د استخباراتو ادارې یو جګپوړي مامور او څېړونکي آنند ارون وویل چې د داعش سیمه ییزې شعبې د داعش مرکزي مشرتابه ته جوابده دي او له دې وجې، ګڼ شمېر دغه سیمه ییزو ډلو په تېزۍ سره خپل قابلیت کې اضافه راوستې ده.
آنند ارون د شورو/چهارشنبې په ورځ یو فورم ته چې د امریکا جورج واشنګټن یونیورسېټۍ د تندلارېتوب د څېړنې پروګرام هغه جوړ کړی و، وویل: "هغوی (د داعش سیمه ییزې شعبې) خپل وسایل شریکوي. هغوی تاکتیکونه، تکنیکونه، او طریقه عمل خپل منځونو کې شریکوي. هغوی هدایات د یو بل سره شریکوي. مونږ ګورو چې په افریقا کې د داعش ډلې د ځایي او سیمه ییزو حملو قابلیت سېوا کیږي."