واشنګټن – د فرانسې خبري رسنۍ یا اې ایف پي خبر ورکړی، چې د پلازمېنې پاریس د مرکز په یوې ودانۍ کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ چاودنه شوې چې څلور کسان پکې سخت ژوبل شوي او یو شمېر ودانۍ پکې ویجاړې شوې دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ګېرالډ ډرمانېن ویلي، د ژغورنې کارکونکو تر ماښامه په ویجاړو شویو ودانیو کې د دوو ورکو کسانو د لټون هڅې کولې.
هغه د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې په پېښه کې ۳۳ نور کسان لږ ژوبل شوي دي.
له چاودنې وروسته په لګېدلي اور کې د پاریس د یوې تاریخي سیمې یوه ودانۍ چې فشن سکول پکې و ویجاړه شوې ده.
د پېښې له ځایه په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د اور لمبې بلې دي او له ویجاړې شوې ودانۍ څخه لوګي پورته کېږي.
ددغه اور په مړ کولو کې شاخوا ۷۰ اور مړکونکي ټرکونو او ۲۷۰ اور مړ کونکو کسانو برخه اخیستې او د پېښې په ځای کې نهه ډاکټران هم موجود وو.
د اور وژنې چارواکو ویلي، چې په پېښه کې د چاودنې له امله دوه ودانۍ ویجاړې شوې خو پولیسو وروسته بیا وویل چې یواځې یوه ودانۍ پکې ویجاړه شوې ده.
ګڼو عیني شاهدانو اې اېف پي ته د پېښې په ځای کې وویل چې دوی یوه "لویه چاودنه اورېدلې ده."
خبر زیاتوي، چې د پېښې د ځای په ۴۰۰ متري کې هم د کړکیو ښیښې ماتې شوې دي.
د پاریس د پولیسو مشر لورېنټ نونېز د پېښې له ځایه ویلي، چې اور اوس مړ شوی او په ویجاړو شویو ودانیو کې د لټون هڅې روانې دي چې ممکنه ورک کسان پکې وموندل شي.