دیونان په سمندر کې دکشتۍ ډوبېدو دیوې سترې سانحې نه وروسته د هسپانیې دکینري جزیرو په لوري روانه کشتۍ هم په سمندر کې ډوبه شوې ده چې له امله یې د 30ؤ نه د زیاتو وطن پرېښودونکو کډوالو دمړینې اندېښنې راپورته شوې دي.
د رایټرز خبري اژانس د رپورټ له مخې هسپانیې دکینري جزیرو په لوري د روانې کشتۍ د ډوبېدو اطلاع د وطن پرېښودونکو کډوالو دڅار دوؤ تنظیمونو دچهارشنبې په ورځ ورکړې ده.
په ډان ورځپاڼه کې خپور د رایټرز په رپورټ کې ویل شوي چې واکنګ بارډرز اؤ الارم فون نومې دغو سازمانونو ویلي په ډوبه شوې کشتۍ کې 59 کسان سواره وؤ.
دهسپانیې د "واکنګ بارډرز ماییګرنټس چیریټي" مشر له تفصیلاتو ښودلو پرته پخپل یو ټویټ کې ویلي چې په کشتۍ کې ناست 39 کسان ډوب شوي اؤ دمرستې په فعالیتونو کې برخه اخستونکي یو بل سازمان الارم فون ویلي دې پېښه کې 35 کسان لادرکه شوي دي.
رپورټ وایي نه خو تر اوسه د هسپانیې سمندري ځواکونو اؤ نه د مراکش چارواکو ددې خبرې پخلی کړی چې په کشتۍ کې څومره کسان سواره وؤ اؤ څومره پکې لادرکه شوي دي.
رایټرز پخپل رپورټ کې دهسپانیې دسمندري ځواکونو دسرچینو له خولې ویلي چې دمرستې عملیاتو کې 24 کسان ژوندي ژغورل شوي دي.
د واکنګ بارډرز مشرانو په ټویټر ویلي چې کشتۍ کله ډوبېده نو د 12 ساعتو څخه تر زیات وخت دغه کشتۍ کې ناستو کډوالو دمرستې سوالونه کول.
ددغه تنظیم په وینا پېښه کې 24 کسان ژوندي ژغورل شوي چې هغې کې 22 سړي اؤ دوه ښځې دي اؤ دوي کیپ بوجډور ته منتقل کولی شي.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ دیونان سره نزدې په بحیره روم کې هم یوه کشتۍ ډوبه شوې وه چې دمطبوعاتي رپورټونو له مخې د300 نه د زیاتو پاکستانیانو په ګډون پکې لږ تر لږه 750کسان سواره وؤ.
په دغه پېښه کې یوازې 104 کسان ژوندي ژغورل شوي وؤ چې 12 پکې پاکستانیان هم شامل وؤ.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ ویلي، حکومت یې تر اوسه پورې دا نه شي تاییدولای چې په ډوبه شوې کشتۍ کې په مړو شوؤ کسانو کې څومره پاکستانیان شامل دي او د کوم کوم ځای دي.
دپاکستان اؤ نورو بیلابیلو هیوادونو نه دښه مستقبل په لټون کې هرکال په لکونو کسان دپټو لارو اروپا ته د اوړیدو هڅه کوي اؤ ایجنټان دوي زیاتره وخت په کشتیو کې دسمندر له لارې اړوي خو رپورټونه وایي چې یورپ ته په غیرقانوني توګه د اوښتو په هڅه کې تر اوسه په زرګونو کسانو په سمندر کې خپل ژوند بایللی دی