عمران خان: "په حقيقت کې سازش زمونږ خلاف شوی"

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پوځي وياند د خبري کانفرنس په غبرګون کې ویلي، د اسټبلشمنټ دريځ دی تحریک انصاف بغاوت کړی خو وایي "زمونږ موقف دی چې زمونږ خلاف سازش شوی دی".

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل ارشد شريف چودري د ګل- دوشنبې په ورځ په خبري کانفرنس کې ویلي وو، د مې د نهمې نېټې د تشدد ټولو منصوبه سازانو او سهولتکارانو ته به سزا ورکول کيږي، که د هرې ادارې او د هر منصب وي.

د پوځ ویاند دعوه کړې وه، په پلټنو کې معلومه شوې د نهمې مې منصوبه بندي د تېرو څو میاشتو راهسې روانه وه، خلک حملو پله راپارول شوي وو.

پاکستان کې په نهمه مې د غبن د قضيې په تور کې د عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان حکومت ويلي د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

عمران خان ويلي، د پوځ وياندې ادارې [ای اېس پي ار] د خبري کانفرنس وروسته خو پوځ فېصله کړې ده چې پي ټي ای او عمران خان بغاوت کړی دی.

هغه زياته کړې، پوځ په ډاګه کړې ده، د دې وروسته به په پوځي عدالتونو کې په خپله فېصلې کولی شي چې په خپله جج، عدالت او سزا ورکوونکي وي چې څه غواړي فېصله به اوروي.

عمران خان ویلي، د ګوند سره یې هغه څه وشو چې په پاکستان کې د يو سیاسي ګوند سره نه دي شوي. او دعوه یې کړې په حقيقت کې سازش د دوی خلاف شوی دی.

د پوځ وياند ويلي وو، د نهمې مې د پېښو هدف په پوځي ودانيو بريدونه او هغې ته د پوځ غبرګون پارول وو او سياسي ګټې ترې ترلاسه کول وو ځکه ښځې رامخې ته کړی شوې وې.

هغه د تحريک انصاف د نوم اخستو بغېر ويلي وو، د يو سياسي ګوند څخه دا تمه نه شوه کېدی چې په خپل پوځ حمله وکړي خو پوځ په غبرګون نه ويلو دغه سازش ناکامه کړی وو.

د پوځ وياند ويلي وو، د نهمې مې د پېښو منصوبه جوړونکو او سهولت کارو ته سزا ورکول ځکه ضروري دي که داسې ونه شو نو سبا کوم بل سياسي ګوند هم دغه ډول کار کولی شي.