د ټوېټر صارفینو دپاره د ټویټونو په روزانه لوستلو حد مقرر شو، دلیل یې څه دی؟

واشنګټن - د ټوېټر مالک او د نړۍ ستر دولتمند شخص اېلن مسک اعلان کړی چې په ټوېټر کې په عارضي توګه صارفینو باندې دا پابندي لګول کیږي چې روزانه څومره ټويټونه ولوستلی شي. د دې اقدام مقصد دا دی چې د آرټېفیشل انټيليجنټس یا مصنوعي ذهانت د کمپنیو له خوا، د ټوېټر پلېټفارم د ډېټا استعمالېدو مخه ونیولی شي.

د ایسوشیټډ خبري ادارې د رپوټ ترمخه، د ټوېټر تصدیق شوي صارفین چې اېکاونټونه یې نښې لري، د ورځې تر شپږ زره (۶۰۰۰) پورې ټویټونه لوستلی شي او هغه کسان چې ټوېټر مفته استعمالوي، هغوی د ورځې صرف شپږ سوه (۶۰۰) ټوېټونه لوستلی شي. د یادونې وړ ده چې په ټوېټر کې د مفته یا غیرتصدیق شوو صارفینو شمېر د هغو په نسبت چې تصدیق شوې نښې لري او د میاشتې پیسې ورکوي، څو برابره زیات دی.

د رپوټونو ترمخه، هغه صارفین چې په ټوېټر باندې ځانله نوي اېکاونټونه پرانیزي او د تصدیق شوو صارفینو په لست کې هم شامل نه وي، د هغو دپاره به د روزانه لوستلو حد، صرف درې سوه ټویټونه مقرر وي.

اېلن مسک د خالي/شنبې په ورځ پخپل ټوېټر ولیکل چې د دغې فیصلې مقصد، د درېیمګړو پلېټفارمونو له اړخه د ډېټا حاصلولو او د سیسټم سره د هغو د لوبې کولو یا لاسوهنو، مخنیوي دی.

د اېلن مسک د دې اعلان نه پس، په ټوېټر باندې امریکا کې د "ګډ بای ټوېټر" ټرېنډ وچلېدو.

ښاغلي مسک زیاته کړه چې د نوي محدودیتونو پس به، بیا د تصدیق شده صارفینو دپاره د روزانه اته زره (۸۰۰۰) ټویټونو، د غیرتصدیق شده صارفینو دپاره د روزانه اته سوه (۸۰۰) ټویټونو، او د نوو غیرتصدیق شده صارفینو دپاره د روزانه څلور سوه (۴۰۰) ټویټونو د لوستلو حد مقرر کړی شي.

البته د ټوېټر مالک اېلن مسک تر اوسه د دغو ټولو اقداماتو یا محدودیتونو دپاره کوم ټایم لاین نه دی واضحه کړی.

یوه ورځ دمخه، اېلن مسک اعلان کړی و چې د ټوېټر اېکاونت نه بغیر به اوس چا ته د ټویټونو لوستل ممکن نه وي.

مسک وایي چې په ټوېټر باندې د ډېټا یا معلوماتو راغونډول او په هغو کې لاسوهنه د هغو کمپنیو له طرفه کیږي چې د خپلو مصنوعي ذهانت د منصوبو دپاره یې استعمالول غواړي او له همدې وجې په ټوېټر پلېټفارم باندې د رش یا ګڼه ګوڼې د زیاتېدو مسئله مخې ته راځي.

ګڼ شمېر کمپنیانې، د دې دپاره چې خپل د مصنوعي ذهانت منصوبې جوړې کړي، مصنوعي ذهانتونو ته د سوشل مېډیا پلېټفارمونو څخه د حقیقي ژوند مثالونه ورکوي چې په دې طریقې سره مصنوعي ذهانت د انسان غوندې د جواب ورکولو صلاحیت پیدا کړي.

اېلن مسک وایي، په سلهاوو او یا تر دې هم زیادې کمپنۍ د ټوېټر ډېټا دومره په جارحانه توګه ارزوي چې په دې عمل باندې د ټوېټر اصلي صارفین متاثره کیږي.

د یادونې وړ ده چې صرف ټوېټر نه، بلکې د سوشل مېډیا نور پلېټفارمونه هم د مصنوعي ذهانت د چلېنجونو سره مخامخ شوي دي.