لاهور: په کور د اور لګیدو له امله د شپږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ 10کسان مړه شوي دي

د پاکستان د پنجاب ایالت سرښار لاهور کې په یو کور د اور لګیدو له امله د یوې کورنۍ 10 کسان په اور کې د سوځیدو له امله مړه شوي دي.

د پاکستاني رسنۍ ایکسپریس د رپورټ له مخې دا پېښه تېره ورځ د لاهور په باټي ګیټ سمیا محله کې رامنڅته شوې ده.

رپورټ کې ویل شوي چې دغلته د یوې مرلې په یو وړوکي کور کې اور ولګیدو چې په لږ ساعت کې د کور دریواړو پوړونو ته خپور شو اؤ ددغه کور کسان د اور په منځ کې ګیر شول.

سرچینې وایي اور وروسته له هغې ولګیدو چې فریج ته لګیدلي سټیبلایزر اور واخست اؤ دغه اور بیا په د سترګو په رپ کې ټول کور ته خپور شو.

رپورټ کې ویل شوي چې په اور کې سوځیدلو کسانو ځانونه د کور د وروستۍ برخې په یوه کوټه کې بند کړي وؤ خو دغلته هم د اور د لمبو نه خوندي پاتې نه شول اؤ ټول په اور کې لولپه شول.

د مرستندویه ادارې سرچینو ویلي په دغه کور کې د ظهیر الدین بابر نومې تن کورنۍ میشته وه اؤ په مړو شوؤ کې د ظهیر الیدن یو زوي، یوه لور اؤ نما نمسي شامل دي.

مرستندویه سرچینو پخلی کړی چې په دې پېښه کې شپږ ماشومان ،دوه میرمنې اؤ دوه سړي مړه شوي دي.