د پاکستان د تر ټولو پسمانده او کړکېچ ځپلې صوبې بلوچستان وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو ویلي چې د نوي این ایف سي ایوارډ مخې ته په نه راتلو بلوچستان ته د 300 اربه روپو نه زیات زیان اوښتی دی.
د شنبې- خالي په ورځ کوټه کې یوې دستورې ته د وینا په مهال وزیراعلا بزنجو ویلي په این ایف سي ایوارډ د وفاق رویه له پوهې بالا ده اؤ مرکز د تېرو اتوؤ کلونو راهسې پرله پسې د ایین دا ماده د پښو لاندې چقوي.
هغه ویلي د مرکز لخوا د شوؤ ژمنو باوجود هم تر اوسه د پي پي ایل د بقایاجاتو معامله د ځنډ ښکار ده.
وزیر اعلا ویلي دا چې نن سبا په هر لوري د اییني تقاضو خبرې کیږي، دی نه پوهیږي چې د این ایف سي اییني تقاضې ولې له نظره غورځول شوې دي.
د کړکېچ ځپلې صوبې بلوچستان وزیراعلا د تېرې څه مودې راهسې په پرله پسې توګه د وقاق نه غوښتنې کوي چې نوی این ایف سي ایوارډ باید مخې ته راوړل شي خو د وزیراعلا بزنجو د وینا مطابق وفاق ورسره په دې اړه خپلې کړې ژمنې نه پوره کوي.
د روانې میاشتې په پیل کې وزیراعلا بزنجو خپل یو بیان کې ویلي وؤ، دوي د مرکزي حکومت نه خیرات نه بلکې خپل حق غواړي اؤ باید نور په سخت غبرګون ښودلو مجبور نه کړل شي.
ښاغلي بزنجو په وفاق نیوکې کړې وي چې کله یې هم بلوچستان سره خپلې وعدې سرته نه دي رسولې.
تېره میاشت وزیراعظم شهباز شریف د بلوچستان د مالي ستونزو د هواري لپاره یوه با اختیاره کمیټي ټاکلې وه اؤ د دې ترڅنګ یې بلوچستان ته د پي پي ایل د واجباتو لړ کې په سمدستي توګه د 34 اربو روپو ورکولو امر هم کړی ؤ.
خو وزیراعلی بزنجو ویلي دي چې نه خو تر 30م جون بلوچستان ته د پي پي ایل واجبات ورکړل شوي اؤ نه ورته اېن اېف سي کې خپله ټوله برخه ورکړل شوې ده.
این ایف سي ایوارډ څه ته وایي؟
پاکستان کې د کال 1973 د ایین د 160مې مادې له مخې د هیواد صدر هر پینځه کاله وروسته په ملک کې د ټیکسونو اؤ نورو محصولاتو نه د راټولو شوؤ پېسو د ویش لپاره یو کمیشن جوړوي چې هغې ته قامي مالیاتي کمیشن یا نیشنل فنانس کمیشن ویل کیږي.
دغه کمیشن د دې خبرې ټاکنه کوي چې په ملکي کچه راټولو شوؤ پیسو یا امدن کې به مرکزي حکومت څومره د ځان سره ږدي اؤ څومره برخه به پکې صوبو ته ورکوي.
د بلوچستان وزیراعلی ویلي، دوي د مرکزي حکومت نه خیرات نه بلکې خپل حق غواړي اؤ باید نور په سخت غبرګون ښودلو مجبور نه کړل شي.
بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.
په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.
وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.
بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.
پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.
د تېرې میاشتې په وروستیو کې وزیراعلی بزنجو پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې بلوچستان صوبه د سختو مالي ستونزو سره مخ ده اؤ د دې مسلو بنیادي وجه د همکارۍ نشتوالی اؤ دصوبې وړاندیزونه اؤ ترقیاتي پروژې نظرانداز کول دي.