پاکستان کې نن دعاشورې ورځ په کلکو امنیتي تدابیرو کې نمانځل کیږي

نن په لسم محرم په ګرد پاکستان کې د عاشورې ورځ‌ په کلکو امنیتي تدابیرو کې نمانځل کیږي اؤ عذاداران داسلام د ستر پېغمبر محمد(ص) د لمسو په یاد کې ماتمي جلوسونه وباسي.

دعاشورې په ورځ دپاکستان په سترو ښارونو کې دموبایل اؤ انټرنیټ خدمات ځنډول شوي دي اؤ یوازې د تار ټیلي فون دانټرنیټ لپاره خلاص دی.

دپاکستان صدر عارف علوي اؤ وزیر اعظم شهباز شریف دعاشورې د ورځې پخپلو پیغامونو کې ویلي چې دعاشورې ورځ مسلمانانو ته دحق اؤ صداقت په لوري د ودریدو اؤ دقربانۍ درس ورکوي.

دخېبر پښتونخوا سرښار پېښور اؤ نورو سیمو کې دعاشورې په ورځ دامنیت ټینګښت لپاره مهم ګامونه اخستل شوي دي اؤ پولیس چارواکي وایي یوازې پېښور کې تر 13 زرو زیات امنیتي عسکر ګمارل شوي دي.

سږکال دمحرم الحرام دپیل کیدو نه وړاندې دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر ترهګریز بریدونه شوي وؤ چې پکې په لسګونو عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دسرښار پېښور په ګډون د صوبې بیلابیلو برخو کې د امام باړو نه ماتمي جلوسونه وتلي چې په دغو جلوسونو کې شاملو عذارانو ماتمي نوحې ویلې اؤ خپلې سینې یې وهلې.

یوازې په پېښور کې دبیلابیلو امام باړو نه د12ماتمي جلوسونو د ویستل کیدو پلان جوړ شوی چې ددغه جلوسونو مخې ته د زرګونو په شمیر پولیس عسکر دحفاظت لپاره .ودرول شوي دي.

د عاشورې جلوسونه په بېلابيلو ځايونو کې د خپل وخت په حساب راويستل کيږي او د ماښام او ماسخوتن پورې په خپلو ټاکلو لارو خپلو منزلونو ته رسي.

ددې تر څنګ په کومو لارو چې ماتمي جلوسونه تیریږي دبمونو شنډونکې ډلې په هغو لارو کې ودرول شوي اؤ دجلوسونو لوري ته تلونکې ټولې لارې تړل شوې دي.

په پېښور اؤ دملک په نورو مهمو ښارونو کې دعاشورې په ورځ دموبایل فونونو خدمات هم ځنډول شوي‌ دي.

پرون د جمعې په ورځ هم دنهم محرم د جلوسونو دپاره د ملک په یو شمیر غټو ښارونو کې د موبايل فون خدمات ځنډؤل شوي وؤ.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پېښور په ګډون ډېره اسماعيل خان، ټانک، کوهاټ، هنګو ،کرمه،اورکزو، لکي مروت، بنو او هزاره ډويژن زیاتې حساسې سیمې ګڼل کیږي اؤ هرکال په دغو سیمو کې دمحرم په ورځو کې دامنیت ځانګړي ګامونه اخستل کیږي.

دجلوسونو په پائ کې به د"شام غریباں" په نوم مجلسونه راجوړیږي چې پکې به د اسلام د ستر پیغمبر محمد(ص) دنمسو اؤ دهغوي دخپلوانو اؤ ملګرو له لوري دکربلا په میدان کې په ورکړل شوو قربانیو رڼا اچول کیږي.

وزیراعظم شهباز شریف دعاشورې د ورځې خپل پیغام کې ویلي چې عاشوره دنړۍ مسمانانو لپاره ژور تاریخي اؤ روحاني ارزښت لري.

هغه ویلي حضرت امام حسین د صحابه ؤ اؤ اهل بیتو سره په ګډه دکربلا په جګړه کې دظلم ،جبر اؤ ناانصافي پرضد په مېړانه مقابله کړې وه اؤ دحق په لوري د ودریدو یو پیغام یې شاته پرېښی دی.

هغه ویلي دحضرت امام حسین قرباني مونږ ته دپیاوړي ایمان،دحق په لوري د ودریدو اؤ دانصاف ترلاسه کولو لپاره دمبارزې سبق راکوي اؤ دا راښایي چې دظلم اؤ جبر خلاف ودریدل د یو مسلمان احلاقي فریضه ده.

صدر عارف علوي هم دعاشورې پيغام کې ویلی چې دعاشورې ورځ مسلمانانو ته د یو سپیځلي مقصد په لاره کې د یوې قربانۍ نه هم د ډډې نه کولو درس ورکوي.

هغه ویلي د اما حسین دشهادت فلسفه داده چې دظلم اؤ جبر مخې پرضد باید هر حالت کې مبارزه وکړل شي