ټرمپ د انتخاباتو په تړاو د لګېدلو الزامونو په قضیه کې عدالت ته حاضریږي

په واشنګټن کې هغه فډرل عدالت چې صدر ټرمپ به نن په کې ګرفتاره کیږي

په واشنګټن کې هغه فډرل عدالت چې صدر ټرمپ به نن په کې ګرفتاره کیږي

واشنګټن - د امریکې پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ پس د هغه چې دوه نیم کاله وړاندې امریکایي ووټرانو د انتخاباتو د لارې د هغه یوه صدارتي دوره ورختمه کړله، نن د زیارت/پنجشنبې په ورځ واشنګټن ته ستنیږي او دا ځل یې د سفر مقصد په عدالت کې د هغو الزامونو اورېدل دي چې د 2020 کال د انتخاباتو په تړاو هغه باندې لګولی شوي دي.

په ټرمپ باندې ددې تازه فردجرم ترمخه، هغه په غیرقانوني توګه کوشش کړی و چې د انتخاباتو نتیجه پخپلې ګټې واړوي.

ټرمپ باندې د دې په شمول، یو لړ نور تورونه هم لګېدلي، مګر هغه وایي چې هېڅ غلط کار یې نه دی کړی. د نهې/سې شنبې په ورځ د عدلیې وزارت خاص کونسل جک سمېت د هغه په خلاف، انتخاباتو کې د سازش څلورو الزامونو په شمول فردجرم درج کړ او عدالت په دې وجه، ډونالډ ټرمپ د اګسټ په ۳مه ورغوښتی چې د مقدمې په ابتدائي کاروائۍ کې ګرفتارۍ ته حاضر شي.

توقع ده چې عدالت ته د رسېدو سره به، د اووه اویا کلن ټرمپ فېنګرپرېنټس یا د ګوتې نښې او د هغه تصویر واخېستلی شي. د نن ورځې په دې سماعت کې به، اول په عدالت کې د ټرمپ نه څو معمولي پوښتنې وشي او هغه به د خپل ځان د پېژندګلو په باب ځیني ذاتي معلومات ورکړي.

بیا به ټرمپ د مجېسټرېټ جج، موکسېلا اوپاډایایا په وړاندې پېش کړی شي، چې هلته به په غالب ګومان سره ټرمپ د بې قصورۍ اظهار وکړي.

په هغه باندې لګېدلي تورونه داسې دي چې که ثابت شي، نو کېدای شي هغه ته د کلونو بند سزا واورول شي، مګر عدالتي کاروایي به ډېره موده نیسي. د ټرمپ د مقدمې اصلي سماعت به ممکن څو میاشتې پس پیل شي، او د ججې تانیا چوتکان د نظر لاندې به مخې ته ځي.

د نیوجرزي نه واشنګټن ته د روانېدو نه وړاندې، ټرمپ پخپلې سوش مېډیا، ټروټ سوشل باندې ولیکل چې د نن ورځي ګرفتاره کېدل هغه ته یو لوی افتخار دی.

ټرمپ لیکلي: "زه اوس واشنګټن ډي سي ته روان یم، چې د یو کرپټ، جعلي او غلا شوو انتخاباتو د چلېنج کولو په خاطر ګرفتاره شم. دا یو ستر ویاړ دی، ځکه زه ستاسو دپاره ګرفتاره کېږم."

د امریکې په 247 کلن تاریخ کې، ټرمپ د دې ملک اولنی صدر دی چې د جرمي الزامونو سره مخ کیږي. تر دې وړاندې د امریکې په هېڅ کوم صدر باندې، نه د خپل صدارت په دوران کې او نه د صدارت نه پس، جرمي تورونه لګول شوي و.