چین د پاکستان په ګوادر ښار کې پخپلو انجنیرانو شوی ترهګریز برید غندلی دی اؤ په پاکستان یې غږ کړی دی چې باید د دغه برید پلان جوړوونکي د انصاف محکمې ته راکش کړي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینین د ګل/دوشنبې په ورځ رسنیو ته د احوال تېرولو په وخت ویلي چې د پاکستان اؤ چین د دوستۍ اؤ د سي پیک پروژې د نابودولو هیڅ یوه هڅه به کامیابه نه شي.
د اتوار په ورځ د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د چينايي اينجينيرانوپه قافله وسله وال برید شوی و چې ذمه واري یې بلوڅ بېلتون پاله ډلې (بي اې اېل اې) منلې وه.
تر دغه برید وروسته د پاکستان پوځ ويلي وؤ، "په ګوادر کې په پوځي قافله ترهګر برید شوی، ترهګرو وړه وسله او لاسي بمونه کارولي، او د پوځ په موثره او چټک غبرګون کې دوه ترهګر وژل شوي دي".
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم ویلي چې په 13م اګست ګوادر کې د چیني انجنیرانو په کاروان شوي ترهګریز برید کې هیڅ یو چینایي وګړي ته مرګ ژوبله نه ده اووښتي.
ویاند ویلي چین به د ترهګرۍ د ګواښونو مقابلې لپاره پاکستان سره په ګډه خپل کار کولو ته دوام ورکوي.
چین ویلي پاکستان کې به د چینایي مامورینو اؤ د منصوبو د تحفظ لپاره پاکستان سره په ګډه کار کوي خو ددې ترڅنګ یې دپاکستان نه غوښتنه کړې ده چې د ګوادر د برید منصوبه سازان باید د انصاف محکمې ته راکاږي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینین پاکستان کې په بیلابیلو پروژو کار کوونکو چینایي وګړو ، کمپنیو اؤ ادارو هم د بېداره اوسیدو غږ کړی.
تر دې وړاندې ګوادر کې په چینایي وګړو ترسره شوي ترهګریز برید ته غبرګون کې اسلام اباد کې دچین سفارتخانې او په کراچۍ کې د چین کونسلګرۍ ويلي وؤ، چين له پاکستاني چارواکو غوښتي، ګوادر کې په چينايي وګړو د شوي بريد پوره پلټنې دې وکړي، بريد کوونکو ته دې سخته سزا ورکړي او په راتلونکې کې د داسې ډول پښو د مخنيوي دې دپاره عملي او موثره اقدامات وکړي".
پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې په چينايي وګړو برید شوی دی.
د روان کال مې د میاشتې په لسمه د پاکستان د غټ صنعتي ښار کراچۍ پوليسو دعوه کړې وه، کراچۍ کې په چينايي کمپنۍ ترهګر برید یې شنډ کړی او په کمپنۍ ورننوتونکو دوه ترهګرو کې یې يو وژلی او بل ترې تښتېدلی وو.
تېر کال په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې [کنفوشيس انسټيټيوټ] په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور ورکې وژل شوي وو.
د بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.
په کراچۍ پوهنتون کې په چینايي استازانو د بريد وروسته چين د پاکستان نه په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو ترڅنګ چينايانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنې کړې وې.
د یاد بريد وروسته د کنفوشيس انسټيټيوټ او پاکستان کې دغه ډول نورو مرکزونو څخه ټول چينايي استازان بيرته خپل ملک ته تللي او بيا بيرته پاکستان ته نه دي ورغلي.
د کال 2021م د جولايۍ په مياشت کې د داسو په ډېم او بجلۍ په پروژه کار کوونکو چينايي اينجينيرانو او ځايي کار کوونکو په ګاډي چاودنه شوې، د نهه چينايي وګړو په ګډون ورکې 13 تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.
یادې پېښې ته پاکستاني چارواکو په لومړي سرکې د ګېس ليک کېدو له امله د چاودنې پېښه ويلې خو وروسته بيا د اګست په میاشت کې د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي وو دا ځانمرګی بريد وو.
له دغې وړاندې د کال 2021م د اپريل په 21مه د کوټې د سرينا هوټل په موټر تم ځای (پارکينګ) کې يو ځانمرګی بريد شوی، پينځه تنه ورکې وژل شوي وو.
دغه بريد هغه وخت تر سره شوی وو چې د چين سفير د کوټې د ښار په دوره وو او استوګنه يې په هم دې هوتل کې وه، خو حکومتي چارواکو ويلي وو چې د بريد پر وخت د چين سفير په ياد هوټل کې نه وو.
تېر کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چين سفر کړی او د چين د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو،" صدر شي ژين پينګ د پاکستان وزیراعظم ته په پاکستان کې د چينايي چارواکو په امنيت لويه اندېښنه او تمه څرګنده کړې چې چينايي ادارو او کار کوونکو ته به په مرستندويه پروژو کې امنیت يقيني کړي"