د افغانستان راشد خان د ټي‌ 20 غوره بالرانو کې اول مقام ګټلی دی

پېښور - د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د ټي 20 بالرانو یا توپ اچوونکو په نوې درجه بندۍ کې هم د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه بالر راشد خان ته اول مقام ورکړی دی.

تر دې وړاندې هم آی سي سي د ټي 20 سیالیو د تکړه بالرانو په نوملړ کې د راشد خان نوم په اول نمبر کې اعلان کړی ؤ.

د ټي 20 بالرانو په نوې درجه بندۍ کې د پاکستان شاداب خان په 15م اؤ شاهین اپریدی په 16 نمبر راغلي دي.

د آی سي سي د ټي 20 کرکټ د غوره توپ وهونکو یا بیټسمینانو په قطار کې د هند سوریا کمار اول، د پاکستان رضوان دویم اؤ بابر اعظم دریم مقام ګټلی دی.

خو د یو ورځنیو سیالیو تکړه توپ وهونکو کې بیا د پاکستان د ملي لوبډلې مشر یا کپتان بابراعظم دا ځل هم په اول نمبر راغلی دی.

د یو ورځنیو سیالیو د تکړه بیټسمینانو په نوملړ کې د بابر اعظم نه وروسته د جنوبي افریقې رسي وین ډر ډوسن دویم اؤ د پاکستان امام الحق دریم مقام موندلی دی.

د یو ورځنیو سیالیو د تکړه بیټسمینانو درجه بندۍ کې د هند شبمن ګل یوه درجه پرمخ تللی اؤ څلورم مقام کې یې ځای جوړ کړی دی خو د پاکستان فخرزمان بیا دوه درجې پشا تللی اؤ په پینځم مقام ودریدلی دی.

د یو ورځینو لوبو په بالرانو کې د اسټریلیا جوش هیزل ووډکا خپل اول مقام په لاس کې ساتلی اؤ د افغانستان مجیب الرحمان درې درجې پرمخ تللی دی اؤ دریم مقام کې یې ځای پیدا کړی.

د پاکستان حارث روف بیا د یو ورځینو لوبو په بالرانو7 درجې پرمخ تللی اؤ په 36 نمبر ودریدلی دی.

د یو ورځینو اؤ ټي 20 سیالیو په ال راونډرانو کې د بنګله دیش شکیب الحسن وړومبی مقام ترلاسه کړی دی.