د پاکستان الېکشن کمېشن د صدر عارف علوي لخوا د انتخاباتو په حواله ليدو د خط په ځواب کې ويلي، د انتخاباتو نېټه اعلانول يواځې د الېکشن کمېشن اختيار دی.
د الېکشن کمېشن مشر سکندر راجه سلطان د صدر عارف علوي د خط په ځواب کې ايينې حوالې ورکړي چې د انتخاباتو په قانون کې پارلیمان بدلونونه کړي او د انتخاباتو دپاره د نېټې اعلانولو اختیار يواځې د الېکشن کمېشن سره دی.
په خط کې ويل شوي د ايين لاندې او قانون کې د بدلونونو وروسته، په نوې سرشمېرنه حلقه بندۍ کول هم دي، ځکه د انتخاباتو په حواله د صدر سره ليدل به کومې ډېرې نتيجې ونه لري.
د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه له دغې يوه ورځ وړاندې د پاکستان صدر عارف علوي الېکشن کمېشن ته خط استولی او الېکشن کمشنر ته یې بلنه ورکړې وه چې د راتلونکو عامو انتخاباتو د نېټې په حواله ورسره وويني.
صدر ویلي وو د ايين ترمخه د قامي اسمبلۍ د وخت نه وړاندې ماتولو وروسته هغه په 90 ورځو کې د انتخاباتو کولو پابند دی.
يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن د نوې [ډيجيټل سرشمېرنې] په بنياد د راتلونکو انتخاباتو دپاره د نوو حلقه بنديانو کولو پرېکړه کړې وه.
هغه وخت ویل شوي وو، د الېکشن کمېشن د اعلان سره په ملک کې په 90 ورځو کې د عام انتخاباتو کېدل ناممکن شوي دي.
الېکشن کمېشن د نوو حلقه بنديانو کولو د پرېکړې په اعلاميه کې ويلي وو، د حلقه بندیانو عمل به د دسمبر په مياشت کې سرته ورسي او د دسمبر په 14مه نېټه به ختمي حلقه بندیانې اعلان شي.
د اييني چارو پوهان وايي کله قامي اسمبلي د وخت څخه مخکې تحليل شي نو بيا عام انتخابات په 90 ورځو کې کې دننه کول وي او که چري اسمبلۍ په خپل وخت تحلیل کيږي نو بيا به د دستور ترمخه انتخابات په 60 ورځو کې دننه کول وي. د پاکستان تېره قامي اسمبلۍ د وخت نه وړاندې تحليل يا ماته کړی شوې وه.
په اییني توګه د پاکستان د تېر حکومت موده په 12م اګست سرته رسیدونکې وه خو مخکيني وزیراعظم شهباز شریف په نهم اګست د قامي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه د هیواد صدر ته لیږلې او صدر عارف علوي هم په هغه ورځ د قامي اسمبلۍ ماتولو منظوري ورکړې وه.
د الېکشن کمېشن لخوا صدر ته د ځواب ويلو وروسته اېوان صدر د الېکشن کمېشن په خط د قانون او انصاف د وزارت نه په دغې راې غوښتې چې الېکشن کمېشن ويلي د انتخاباتو نېټه ورکولو ورکولو اختيار يواځې د الېکشن کمېشن سره دی.