طالبانو په افغانستان کې د بلینونو ډالرو په ارزښت د درنګونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل

په افغانستان باندې واکمنو طالبانو د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغو د یو شمېر داخلي او همدا راز د چین، ایران، ترکیې، او برطانیې د کمپنیو سره د څه باندې شپږ نیم بلینه ډالرو په ارزښت د کانونو یا درنګونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل.

د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وویل چې اووه تړونونه لاسلیک شوي او په دې کې د سرو زرو، کاپرو (مس)، وسپنې، سرب، او زنک استخراج او پروسس کول شامل دي چې د افغانستان په څلورو ولایتونو، تخار، غور، هرات او لوګر کې به کیږي.

د دې تړونونو د دستخط کېدو دستوره د افغانستان په سرکاري ټي وي په داسې حال کې وښودل شوه چې واکمنو طالبانو له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نېټو ځواکونو د انخلا دویمه کلیزه لمانځله.

شهاب الدین دلاور وویل، دغه تړونونه چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ لاسلیک شول، په مجموعي ډول به شپږ بلینه و پنځه سوه و اووه پنځوس (6.557) میلینه ډالر سرمایه کاري افغانستان ته راوړي او په زرهاوو کسانو ته به کار روزګار پیدا کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر دا هم وویل چې په تخار ولایت کې د سرو زرو د استخراج یو تړون د چین کمپنۍ ته ورکړی شوی او دې سره به د طالبانو حکومت ته په پېنځو کلونو کې 65% منافع ورکړی کیږي.

دلاور زیاته کړه چې نور تړونونه ترکي، ایراني، او برطانوي کمپنیو ته ورکړی شوي چې ترمخه به یې هغه کمپنۍ په هرات کې د وسپنې تېږې استخراج او پروسس کوي او د دې درکه به په آینده دېرشو کلونو کې افغانستان ته 13% منافع ورکړی کیږي. د هغه وینا وه چې دې سره به افغانستان د اوسپنې یو برامد کوونکی ملک جوړ شي.

ناقدین د دې تړونونو قانوني حیثیت ته د شک په سترګه ګوري او د هغو نړېوالو اقتصادي پابندیو یادونه کوي چې د 2021 کال اګسټ کې په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې وروستو په افغانستان لګېدلي دي.

د افغانستان د پخواني حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت یو چارواکي تمیم عاصي په اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي: "د افغانستان مالي او بنکي سېکټر تقریبآ له پښو لوېدلی او کار نه کوي. نو هېڅ کوم مالي لېن دېن یا تشخیص نشي کېدلی."

تمیم عاصي دلیل راوړی چې افغانستان کې د کانونو او پټرولیم وزارت اوس مهال د دغسې تړونونو د انتظام او څارنې ټکنیکي – قانوني – او څارنیز صلاحیتونه نلري.

هغه لیکلي دي: "د درنګونو د استخراج په اړه قانوني – پالیسي حکمت عملي نه یوازې مبهمه ده بلکې تقریبآ هېڅ موجوده نده. [د طالبانو] رژیم اصلا یو آئین نلري، د کانونو د استخراج قانوني تګلاره خو پرځای پرېږده."

د روان کال په اوایلو کې یوې چینایۍ کمپنۍ د طالبانو له انتظامیې سره د تېلو د راېستلو یو تړون لاسلیک کړ. چین په دې وروستو کې د افغانستان د لېټیم استخراج ته هم لېوالتیا ښودلې ده.

افغانستان، چې هېڅ سمندر ته لاره نلري او یو غرنی هېواد دی، ویل کیږي چې د څه باندې یو ټرېلین ډالر په اندازه قیمتي منرالونه لري چې هغو کې یو یې لېټیم دی. لېټیم د الکټرانیکي وسایلو په بېټریو کې استعمالیږي.

ځیني سیمه ییز چارواکي او څارونکي وایي، طالبانو د افغانستان اقتصاد ثابت ساتلی او د ګاونډیو او نورو ملکونو سره یې تجارت سېوا کړی دی.

ورلډ بنک د خپلې تېرې میاشتې په رپوټ کې ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې انفلېشن منفي روان دی.

په رپوټ کې ویل شوي: "د مالونو سپلائی پرېمانه ده، مګر تقاضه کمه ده. د 50% نه زیاتې افغان کورنۍ د خپل ژوند مخ ته وړلو او خوراک اخېستو دپاره د سختۍ سره مخ دي." په دې معنا چې بازار کې خوراکونه شته، مګر خلک یې د اخېستو دپاره پیسې نه لري ځکه کار روزګار نشته.