پولیس وایي پنجاب کې یې د عملیاتو پر مهال د داعش پینځه ترهګرې ښځېنه غړې نیولې دي

پېښور- په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) پولیسو دعوه کړې ده چې د پنجاب بیلابیلو سیمو کې یې د عملیاتو په مهال د ترهګرې ډلې داعش سره تړاؤ لرونکې 5 ښځینه ترهګرې نیولې دي.

د اتوار په ورځ سي ټي ډي په خپل یو بیان کې ویلي دغه ښځینه ترهګرې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوؤ عملیاتو کې نیول شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو د ویاند په بیان کې ویل شوي په یادو مېرمنو کې درې د لاهور اؤ دوه د شیخو پوره سیمې څخه نیول شوي اؤ وایي د هغوي د ولکې څخه ممنوعه لټریچرې، وسلې اؤ موبایل فونونه هم ترلاسه شوي دي.

د سي ټي ډي په بیان کې د نیول شوؤ مېرمنو نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړل شوې خو یوازې دومره ویل شوي دي چې دا پینځه واړه ښځې د داعش سره تړاؤ لري.

تر دې وړاندې په 25م اګست هم سي ټي ډي دعوه کړې وه چې د پنجاب د بیلابیلو سیمو نه یې د القاعده د مهمو غړو په ګډون اته ترهګر نیولي دي.

همدا شان په11م اګست سي ټي ډي د پنجاب بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو په مهال د 21 ترهګرو د نیولو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې نیول شوؤ کسانو کې 13 د داعش اؤ ټي ټي پي غړي هم شامل دي.

په پنجاب کې زیاتره مهال د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس د وسله والو ډلو داعش، القاعده اؤ ټي ټي پي د ترهګرو د نیولو دعوې کوي خو د دغو دعوؤ تصدیق بیا د ازادو سرچینو څخه نه کیږي اؤ نه هم یادې وسله والې ډلې د سي‌ ټي ډي دغه رقم دعوؤ ته کوم غبرګون ښیي.

د زیات وخت راهسې د پنجاب په پولیسو داسې نیوکې هم کیږي چې اکثره عام مزدور کاره خلک یا په وړو جرمونو کې ککړ کسان ونیسي اؤ میډيا ته یې د ترهګرو په توګه معرفي کړي.

په پاکستان کې د تېر قابو یو کال راهسې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټکه شوې ده اؤ د ملک په بیلابیلو برخو کې ترهګرو په امنیتي ځواکونو مرګوني ګزارونه کړي چې پکې په سوونو امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.

پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز تازه رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.

د پاکستان پوځ څو واري د ترهګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي اؤ څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غیر دولتي ادارو رپورټونه وايي په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کښې ترهګري یو ځل بیا سیوا شوې ده.

پاکستان هیواد کې د ترهګرۍ د چټک شوي بهیر تور افغانستان کښې په موجودو ترهګرو تنظیمونو لګوي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته.