واشنګټن- د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ په هېډکوارټرز راولپېنډۍ کې د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ کې د کورکمانډرانو غونډې ژمنه کړې، چې ترهګري به ختموي ځکه دا ملک کمزوری کوي او د پخوانۍ فاټا نوې ضم شوو ضلعو او د بلوچستان سرحدي سيمو ته به د ترقۍ کارونه غځوي.
د غونډې د ختمېدو وروسته د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي ايس پي ار په خپل بيان کې ويلي "فورم پرېکړه کړې ټول ترهګر، د هغوی سهولت کار او مرستيال چې د دښمن په ښونه د ملک د کمزوري کولو د پاره کار کوي به د رياست په ټول طاقت سره وځپل شي."
غونډې ژمنه وکړه چې د پخوانۍ فاټا نویو ضم شوو ضلعو او د بلوچستان سرحدي سيمو ته به ترقي او دوامدار امن راوړل کېږي.
بيان وايي، "فورم تکرار کړه چې يو موټی ګنګوسې خؤرونکي به دې ته پرې نږدي د ولس او ملکي ادارو ترمنځ بيلتون پيدا کړي. دا قسمه هڅې د دغو خلکو د مايوسۍ عکس ښيي چې په راتلونکي کې به دوی خپله نوره بدرنګي هم وويني."
فورم ژمنه وکړه چې د روانو هلو ځلو ملاتړ کوي کوم چې د ټولنې د ترقۍ د پاره د سپيشل انوېسټمنټ فيسېلېټيشن کونسل د چترۍ لاندې کيږي او په صدق د حکومت مرسته کوي چې د غير قانوني کارونو د مخنيوي په لړ کې يې کوي.
بيان وايي د اقتصادي استحکام، د پيداوار د زياتولو او د سرمايه کارانو د اعتماد ګټلو د سؤب ګرځېدونکو هلو ځلو ملاتړ کوي.
غونډې د شپږم سېپټمبر کال 1965 د هند خلاف په جنګ کې د وژل شوو پوځيانو يادونه هم وکړه.