دوه ویشت کاله پس د هغه چې د القاعده کسانو د مسافرو غټې طیارې د نیویارک په نړېوالو تجارتي برجونو، واشنګټن ته نږدې په پنټاګان، او پېنسلوېنیا کې په یو میدان وجنګولې، اوس د امریکا د استخباراتي ادارې یوه ارزونه وایي چې د ترهګرو په وړاندې د امریکا جنګ، عملآ القاعده ترهګره ډله له پښو غورځولې چې نور د امریکا په خاوره کې د حملې توان نلري.
د ترهګرۍ ضد قامي مرکز مشر کریسټي ابي زید په یو بیان کې چې د ناین الېون (د سپټمبر یوولسمې نېټې د حملو) د دوه ویشت کاله پوره کېدو په حوالې یې خپور کړ، وویل: "القاعده په افغانستان او پاکستان کې په تاریخي لحاظ په بې مثاله توګه کمزورې ده، او دا امکان یې نشته چې بیا سر راپورته کړي."
د القاعده ډلې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه نېټه په امریکا باندې د اغوا کړی شوو طیارو بریدونه وکړل چې په کې قریب درې زره (۳۰۰۰) کسان مړه شول.
د کرېسټي ابي زید په بیان کې راغلي چې القاعده سره نه اوس کوم هدفي رسایي شته، نه د مشرتابه کوم صلاحیت لري، نه په ډله کې دننه هماهنګي شته او نه هم د مشر او کشر سلسلې ته په کې ژمنتیا لیدلی کیږي.
تر دې وړاندې هم لوړپوړو امریکایي چارواکو دغسې څرګندونې کړې وې.
په تېر مارچ میاشت کې د امریکا د داخله امنیت په وزارت کې د ترهګرۍ ضد هماهنګي کوونکي وویل چې د سپټمبر ۱۱مې نېټې په شان امریکا باندې بله کومه حمله به "تقریبأ ناقابل تصور" وي.
همدا شان په تېر جون میاشت کې د بایډن انتظامیې یو جګپوړي چارواکي وي او اې ته وویل چې آن له افغانستان څخه د امریکایي قواوو انخلا هم القاعدې ته دا حوصله ورنکړه چې بېرته ځان بحاله کړی شي.
دغه چارواکي چې غوښتل نوم یې وانخستل شي، وي او اې ته وویل: "په ساده ټکو، [القاعده] په افغانستان کې بېرته نده تشکیل شوې."
مگر نور کسان د امریکا په شان افغانستان کې د القاعده ډلې کمزوره کېدو ته خوشبینه نه ښکاري.
د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په جون میاشت کې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد یو مشترک رپوټ خپور کړ او هغه کې یې خبرداری ورکړ چې افغانستان یوځل بیا د القاعده ډلې دپاره پټنځای باندې بدل شوی دی. د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې القاعده ډله صرف لسهاوو کسانو ته راکمه شوې وه، مګر بېرته یې اوس د چارواکو شمېر شپېته (۶۰) او د جنګیالیو شمېر یې څلور سوو (۴۰۰) ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو رپوټ دا خبرداری هم ورکړی چې القاعده ډلې په لږ تر لږه څلورو ولایتونو کې تربیتي کېمپونه او په څلورو نورو ولایتونو کې د پټېدو کورونه جوړ کړي دي.
امریکایي چارواکو د ملګرو ملتونو دغه جاج اخېستنه نده منلې او وایي د دوی پوځ او استخباراتي ادارې د القاعدې په فعالیتونو نظر لري او که هغه ډله بیا بحاله کیږي، نو دامریکا له سترګو پټه نه پاته کیږي.