د سایفر قضيه کې د عمران خان او شاه محمود د ضمانت خواستونه رد کړی شوي

د سايفر قضيه کې د پاکستان د پخواني وزيراعظم او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او مرستیال مشر شاه محمود قرېشي د ضمانت خواستونه رد کړی شوي دي.

د زيارت، پنجنشبې په ورځ د افيشل سيکرټ اېکټ لاندې د سايفر قضيې دپاره جوړ اسلام اباد کې د ځانګړي عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنېن اورېدنه کړې، د عمران خان، شاه محمود قرېشي او اسدعمر د ضمانتونو خواستونه یې اورېدلي دي.

عدالت د اسد عمر ضمانت منظور کړی او عمران خان او شاه محمود قرېشي ضمانتونه یې رد کړي دي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان، وکیل قانون پوهه سلمان صفدر عدالت ته دلايل وړاندې کړي او ويلي يې دي، د عمران خان ضد ناسمه مقدمه جوړه شوې او په مقدمه کې د وزارت داخله يو افسر مدعي دی.

هغه ويلي، قضيه چې د کوم سايفر په بنياد جوړه شوې هغه د واشنګټن څخه لېږل شوی او د بهرنيو چارو وزارت ته ترلاسه شوی وو.

هغه ویلي په عمران خان تور لګول شوی چې سايفر یې د سياسي ګټو دپاره کارولی او ملي امنیت ته د تاوان اړولو تور پرې لګول شوی دی.

خو عدالت د عمران خان او شاه محمود قرېشي د ضمانتونو خواستونه رد کړي دي.

عمران خان چې تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه وخت یې تور لګولی وو چې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.

امريکې، د پاکستان پوځ او د پاکستان موجوده حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.

عمران خان د سایفر د لارې د امریکايي سازش د لومړي بيان وروسته په يو بل بيان کې ويلي وو سازش په اصل کې د دلته [پاکستان] نه شوی وو.

د تېرې جولايۍ په میاشت کې د عمران خان د پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان یو مبينه بيان په مطبوعاتو خپور شوی، هغه ويلي وو، "عمران خان د سیاسي ګټو دپاره د سايفر يا بهرنۍ مراسلې ډرامه جوړه کړې او د سايفر د لارې یې د قامي امنيتي ادارو او ولس ترمنځه د کرکې خورولوهڅه کړې ده".

تېر د شهباز شریف په وزيراعظمۍ اتحادي حکومت د سايفر قضيې پلټنې پېل کړې وې.

د سايفر قضيه د عمران خان، شاه محمود قرېشي او اسدعمر پرضد جوړه شوې وه.